غور کې اووه تنه پوليس ووژل شول
۱۳۹۹ خرداد ۲۴, شنبهدغه حمله د جمعې په ماښام د غور په پسابند ولسوالۍ کې شوې. دغه خبره د پوليسو ځايي مشر، ښاغلي فخر الدين کړې ده. د هغه په خبره او طالبانو ته په اشارې سره «هغوی د پوليسو اووه تنه مامورين ووژل او يو تن يې ټپي کړ. يو بل تن پوليس لادرکه هم دی.»
د نوموړي په خبره شکمنو طالب بريد کوونکو وسلې او مرمۍ هم له ځانه سره وړې دي. دغه بريد د غور د مرستيال والي، حبيب الله رادمنش له خوا هم تائيد شوی دی چې نوموړي هم پر طالبانو د دغه بريد د تر سره کولو پړه اچولې ده. تر اوسه هيچا البته د دغه بريد مسئوليت نه دی منلی.
د وينې تويولو دغسې پېښې په داسې مهال رامنځ ته کيږي چې طالبان او افغان حکومت ښايي د سولې په برخه کې د خبرو او مذاکراتو د پيل له پاره يو څه سره رانژدې شوې وي.
دغه مذاکرات له ډېرې مودې راهيسې ځنډول شوي ول چې ښايي په افغانستان کې د روانې شخړې پای ته لاره برابره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو مياشتو کې د بنديانو تبادله هم چټکه شوې وه.