1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غور: د ډوډۍ د غيرعادلانه ويش په سر ۷ کسان ووژل شول

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۰, شنبه

په غور ولايت کې ۷ کسان «د ډوډۍ د غيرعادلانه ويش» پر سر اعتراضونو کې وژل شوي دي. دغه خبره د ولايتي شورا يوه غړي رويترز ته وکړه. د قهرجنو اعتراض کونکو او پولیسو تر منځ په شوې نښته کې له لسو ډير کسان ټپيان شوي هم دي.

https://p.dw.com/p/3byVh
Afghanistan | Afghanische Behörden verteilen Brot an die Bevölkerung in Kabul 
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د رويټرز خبري آژانس د غور ولایت يوه استازي ګلزمان نايب له قوله ليکي چې په دغه ولایت کې د شنبې ورځې په اعتراضونو کې  ۱۴ تنه نور ټپيان شوي هم دي. د هغه په خبره اعتراض کونکو د ډوډۍ د غيرعادلانه ويش پر سر د هغو کسانو پر ضد چې ظاهرا له چارواکو سره اړيکې لري، لاس په اعتراضونو پورې کړ.

د غور د والي وياند محمد عارف عابر وويل چې پولیسو پر اعتراض کونکو وروسته له هغې ډزې وکړې چې د هغو شاوخوا ۳۰ ننو يې د ډبرو په وارولو او د ټوپک په ډزو سره هڅه کوله د والی کور ته دننه شي.

هغه د دوو کسانو د وژل کيدو او پنځو نورو د ټپي کيدو خبره وکړه چې پر وينا يې د ټپيانو په ډله کې پوليس هم شته.

هغه د ډوډۍ د غیرعادلانه ويشلو ادعا رد کړه.

د وژل شوو کسانو په ډله کې د احمد نويد خان په نوم د يوې ځايي راډيو رضا کار کارکونکی هم شامل دی. د افغانستان د خبريالانو د ټولنې اجرائيه رئيس احمد قريشي وويل چې نويد خان سيمې ته نژدې په خپل دوکان کې ناست وو چې د ټوپک يوه ګولې يې په سر ولګيده.

Afghanistan | Afghanische Behörden verteilen Brot an die Bevölkerung in Kabul 
افغان حکومت له څو ورځو راهيسې پر اړمنو خلکو د وچې ډوډۍ د ويشلو پروسه پيل کړې ده.انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون مشرې، شهرزاد اکبر، پر ټويټر ليکلي دي چې دوي په غور کې «د پولیسو او اعتراض کونکو تر منځ رامنځته شوې وسلوالې نښتې انديښمن کړي دي.»

افغان حکومت له څو ورځو راهيسې پر اړمنو خلکو د وچې ډوډۍ د ويشلو پروسه پيل کړې ده. حکومت دغه پروسه د کرونا وبا د خپريدو پر وخت چې له امله يې د بيکارۍ  کچه ډيره شوې، د خلکو د لاسنيوي په موخه پيل کړې ده.

اکبر رويټرز ته وويل چې روانه اوونۍ د دوی کميسيون هم د خلکو له خوا داسې شکايتونه ترلاسه کړي دي چې ادعا کوي د ډوډۍ د ويش بهير په غيرعادلانه توګه نه ترسره کيږي.

په افغانستان کې د کرونا مثبې پيښې او مهال تر ۴۰۳۳ ته رسيدلي او ۱۱۵ تنو يې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

هغه وويل: «موږ داسې رپوټونه اوريدلي دي چې خلک شکايت کوي چې يو کس ډير لږ مرسته ترلاسه کوي، خو برخلاف هغه کسان چې له چارواکو سره شناخت او اړيکي لرې ډيرې مرستې اخلي.» هغې په عين وخت کې دا هم وويل چې دا امکان نلري چې دغه وضعيت دې وڅيړل شي.

أژانسونه/ م. ک. ص/ ا. ا