1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني: که پاتې شوای وای وژل کیدم

مسعود جهش
۱۴۰۰ مرداد ۲۷, چهارشنبه

ولسمشر اشرف غني له افغانستانه تر وتلو وروسته، په خپل لومړي ویدیويي پیغام کې ویلي دي چې که په افغانستان کې پاتې واي نو په کابل کې به وینه تویه شوې وای او وران شوی به وای. هغه ویلي چې د ده وژلو پلان هم موجود وو.

https://p.dw.com/p/3z8iu
Afghanistan | Präsident Ashraf Ghani
انځور: Sajjad Hussain/AFP/Getty Images

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، له افغانستان څخه تر وتلو وروسته، د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۸مه) ناوخته پر خپله فیسبوک پاڼه باندې یو ویدیو پیغام خپور کړ او په کې یې په دې اړه چې د یکشنبې په ورځ په ولسمشریزې ماڼۍ کې څه پیښ شول، معلومات ورکړل. هغه تایید کړه چې اوس په متحده عربي اماراتو هیواد کې دی.

ولسمشر غني وویل چې هغه د یکشنبې په ورځ نورمال کاري مهال ویش لره او پلان شوې وه چې د کابل د امنیت د ټینګښت له پاره د دفاع وزارت ته روان وو. د غني په خبره د تیرو څو ورځو پیښې په ډیر سرعت سره رامنځ ته شوې خو له کابله تر وتلو مخکې یې له طالبانو سره د یوه حکومت پر جوړیدو کار کوه.

هغه زیاته کړه: «ناڅاپه زما د فزیکي امنیت مسوولین د دې له پاره راغلل چې یوه لویه توطیه شنډه کړي. زه یې له ساحې وویستم.»

غني زیاته کړه چې طالبان لا وختي د کابل د ارګ د دروازې شاوخوا ځای پر ځای شوي ول او امنیتي مسوولینو نه شوای کولی چې حالات قابو کړي. غني وویل چې که په کابل کې پاتې شوی وای نو جګړه به پیل شوې وای.

له ارګه تر وتلو وروسته څه وشول؟

د غني په خبره له ارګ څخه د هغه تر وتلو څو دقیقې وروسته، ولسمشرۍ ماڼۍ ته طالبان او داسې ناپیژندل شوي کسان «چې د افغانستان په ژبو بلد نه وو» ننوتي دي او هغه یې په بیلابیلو خونو کې لټولی دی.

هغه زیاته کړه: «که پاتې وای نو د افغانستان جمهور رییس به یووار بیا د افغانستان د خلکو د سترګو پر وړاندې په دار ځړول شوی وای.»

اشرف غني زیاته کړه چې هغه اړ کړای شو چې له کابل څخه ووځي ترڅو «د افغانستان د تاریخي دښمن» د یوې لویې فاجعې چې په خبره یې د ولسمشر په دار زړول وو، مخه ونیسول شي. غني په دې پیغام کې روښانه کړې نه ده چې د هغه هدف کومه ډله یا هیواد دی خو ده تر دې مخکې تل پر پاکستان باندې له طالبانو څخه د ملاتړ تورونه لګولي دي.

غني: په څپلیو کې له ارګه وتلی یم

تر دې مخکې ځینې داسې خبرونه خپاره شوي وو چې غني او د هغه څو تنو نزدو کسانو له افغانستان څخه د وتلو پر مهال له ځان سره ډیرې پیسې وړي دي. پخواني ولسمشر بیا په خپلو خبرو کې دغه موضوع په کلکه رد کړي: «زه له افغانستان څخه داسې ایستل شوی یم چې له پښو مې د څپلیو د ایستلو او بوټانو اغوستلو فرصت پیدا نه کړ.»

غني زیاته کړه چې خپل کتابونه، لپټاب او د یاداشتونه کتابچې یې په ارګ کې پاتې دي چې اوس د طالبانو په لاس کې دي: «زه له یوه جوړه کالیو، یوه واسکټ او یو جوړه څپلیو سره له هیواده وتلو ته اړ کړای شوم.»

«هیواد ته ستنییږم»

اشرف غني د روانو خبرو اترو چې په خبره یې ډاکټر عبدالله عبدالله او پخوانی ولسمشر حامد کرزی یې مشري کوي، ملاتړ وکړ. خو هغه روښانه کړه چې بیرته به هیواد ته ستون شي.

غني وویل: «زه د تیښتې او له هیواده د لیرې پاتې کیدو قصد نه لرم. اوس په اماراتو کې یم چې د وینې له تویدو او فاجعې مخنیوي وکړم. همدا اوس په مشورو بوخت یم چې افغانستان ته ستون شم.»

لا تر اوسه روښانه نه ده چې ایا طالبان به غني او د هغه نزدې کسانو ته اجازه ورکړي چې افغان ته ستون شي او که نه.