1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني له کابله د خپلې ناڅاپي وتلو دفاع وکړه

۱۴۰۰ دی ۹, پنجشنبه

د افغانستان پخواني ولسمشر، محمد اشرف غني، د اګست میاشتې په نيمايي کې کله چې طالبان د کابل ښار اطرافو ته ورسیدل، له هیواده د خپل ناڅاپي وتلو دفاع کړې ده. غنی دغه خبره برتانوۍ رسنۍ بي بي بي ته کړې ده.

https://p.dw.com/p/44zw8
USA I Washington I Afghanistans Präsident Ashraf Ghani und Präsident Joe Biden
انځور: Jonathan Ernst/REUTERS

غني له بي بي سي سره په مرکه کې وويل چې هغه مهال يې له کابله د وتلو پرواز نه وو پلان شوی، خو دغه کار يې ځکه وکړ تر څو يې په کابل ښار کې د وينې بهیدنې مخنيوی کړی وي.

هغه وويل: «د هغې ورځې په سهار، ما لا دا فکر نه کاوه چې زه به تر غرمې وروسته وځم.» د آلمان خبري آژانس په حواله، د اشرف غني د ولسمشرۍ ماڼۍ د محافظت رئيس او د هغه امنيتي سلاکار، حمدالله محب په هغه وخت کې ورته خبر ورکړ چې د جمهوري ریاست ګارډ نور پاشل شوی دی. هغه زیاته کړې که چيرته يې مقاومت کړی وای نو ټول وژل کیدل او هيڅ چا نه شو کولی چې له هغه څخه دفاع وکړي. غني زیاته کړه: «محب واقعاً ډار شوی وو او له دوو دقیقو ډیر فرصت يې رانکړ»، تر څو تصمیم ونیسم چې څه باید وشي.

پخوانی ولسمشر ټينګار کوي چې پلان يې درلود په هغه ورځ خوست ولایت ته ولاړ شي، خو محب ورته ويلي وو چې خوست او جلال آباد هم سقوط شوي دي. غني په دغې مرکې کې ويلي دي چې «فقط هغه وخت چې چورلکې آماده شوې، مشخصه شوه چې له هیواده خارجيږو او دا واقعاً ناڅاپي وو.«

غني د اګست مياشتې په ۱۵مه د طالبانو له خوا د کابل ښار تر محاصرې وروسته او د طالبانو لخوا د افغانستان تقریباً د ټولو ولایتونو تر نیولو وروسته، له کابل څخه ازبکستان او له هغه ځایه عربي متحده اماراتو ته ولاړ.

که څه هم طالبان ادعا کوي چې دوی یو توافق ته تر رسيدو پورې پلان نه درلود چې کابل ښار ته داخل شي، خو غني د بي بي سي راډیو ته ويلي دي چې د هغه کلیدي امنیتي سلاکارانو ورته وويل چې طالبانو خپله کابل ښار ته د داخلیدو ژمنه تر پښو لاندې کړې ده.

غني ته د نژدې کسانو په ګډون ډيری کسان له هیواده د ولسمشر غني وتل د افغانستان د نظام او د وسلوالو ځواکونو د پاشل کیدو عمده لامل بولي. غني په دغې مرکه کې وويل: «زما د ژوند کارنامه له منځه ولاړه، ارزښتونه مې تر پښو لاندې شول او زه یې قرباني کړم.» هغه پر نړیوالو شریکانو باندې اعتماد، «ستره اشتباه» بولي او وايي چې هغه يې تر دايمي فشار لاندې نیولی او اختیارات يې محدود کړي وو.

رنګين دادفر سپنتا، چې د حامد کرزي د جمهموري ریاست پر وخت د بهرنيو چارو وزیر او د ملي امنيت سلاکار په توګه يې کار کړی، آلمان راډيو سره په مرکه کې ویلي دي چې په اګست مياشت کې واک ته د طالبانو رسیدل يو غافلګیره کونکی اقدام نه وو، بلکې له مودو مخکې آماده شوی وو.

هغه وايي، له مياشتو مخکې د ولسمشر، د هغه د میرمنې او نژدې کسانو د تخليې پروګرام يې تمرین شوی وو: «هر څه آزمایل شوي ول، داسې نه وو چې ولسمشر دې په ناڅاپي ارګ پريږدي.»

سپنتا دا هم ويلي دي چې ډيری سیاستوال او ناظران پوهیدل چې د افغانستان د جمهوري دولت سقوط وخت نور را نژدې شوی دی، خو څنګه چې هغه وايي: «خو موږ داسې تمه نه درلوده چې هر څه دې په دومره عجلې سره ژر پيښ شي.»

له بي بي سي څخه د اشرف غني د مرکي تر خپريدو لږ وروسته، د هغه وخت د جمهوري ریاست لومړي مرستیال، امرالله صالح، پر خپلې فیسبوک او ټويټر پاڼې يو پیغام خپور کړی دی. هغه لیکلي دی: «نوستالوژیکې مرکې د حل لارې نه دي.» که څه هم هغه د «نوستالوژیکوو مصاحبو» څخه خپل هدف نه دی روښانه کړی، خو ويلي دی چې «موږ خپلې مبارزې ته د مصلحتونو او خیال بافۍ څخه بهر په یو متحد صف کې ادامه ورکوو... که چيرته خلکو ته د حساب ورکولو خبره وي، خپلو خلکو ته به حساب ورکوو، اما نه په لندن او واشنګټن کې خلکو ته.»

غني همدارنګه په دغې مرکه کې له ځان سره د نغدو پیسو د انتقال تورونه هم رد کړل او ويلي دي چې په دې اړه د تحقیق له پاره دې د دروغ سنجولو له ماشين څخه کار واخیستل شي. د غني په اړه داسې ناتائيد شوي تورونه شتون لري چې هغه له کابل څخه د تيښتې پر وخت په ميليونو ډالر له ځانه سره وړي دي.

آ/د.د./م.ک.ص./ا.خ.ح.