1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني طالبانو ته: پاکستان پرېږدئ، سوله کوو

۱۳۹۸ اسفند ۱۳, سه‌شنبه

ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې طالبان دې له پاکستان سره اړیکې پرې کړي، دوی به ورسره د سولې خبرې پیل کړي. هغه دغه خبره په ننګرهار کې د دغه ولایت د عمومي حالت د ارزوني پرمهال کړې ده.

https://p.dw.com/p/3YnAB
Aschraf Ghani  Präsident von Afghanistan
انځور: picture-alliance/AA/S. Sadat

ولسمشر غني په ننگرهار کې وویل چې طالبان دې د زندانیانو د خوشې کولو له پاره شرطونه نه ږدي او که چېرې هغوی شرطونه ږدي، دوی یې هم لري: « کله چې مذاکراتو ته کېنئ، روغه کوئ، یو خوا هر شی نه غواړي، دا زموږ او ستاسې دود او دستور دی، که په بندیانو باندې غږېږي، دا دې شرط نه ږدي، موږ هم شرطونه لرو، ماته دې ووايي، څه وخت له پاکستانه وځي، رادې شي، سوله کوو.»

غني وویل، افغان وژنه جرم دی، طالبان دې افغانانو ته سپکاوی نه کوي. هغه وویل، افغانان د خپلې بې وزلۍ ښکار شوي دي.

هغه طالبانو ته په خطاب کې وویل، د سولې خبرې اترې به د جرګې له لارې وکړي، د پردې تر شا هېڅ خبرې نه کېږي، هر هیئت چې ځي، صلاحیتونه به یې محدود وي؛ خو په کابل او ولایتونو کې به قوي ملاتړ ولري: «سبا منطقه سوله غواړي که نه، له القاعدې ځان بېلوئ، مګر نورو نه یې نه بېلوئ. اصلي خبره داده چې له خارجیانو سره یې منئ چې سوله کوئ، نو د جهاد مانا څه شوه، افغان وژنه جرم دی، موږ چاته سپکاوی نه کوو، طالبان د دې وطن خلک دي، اما نورو افغانانو ته دې سپکاوی نه کوي، راشئ، چې په جرګې باندې نتیجې ته ورسېږو.»

ولسمشر محمد اشرف غني وویل، د هېواد په ګټو او د افغانانو په حقونو معامله نه کوي، په دې برخه کې هېڅ ډول انعطاف نه شي کولی او د نظام ساتنه به کوي.

ولسمشر د خپل پرمختیايي پلانونو په اړه د خبرو په دوام کې د ننګرهار په ګمبري دښته کې د هوايي ډګر جوړېدلو تازه ژمنې تر څنګ ننګرهار او کونړ ته د وارداتي برېښنا لېږدول، په دغو دواړو ولایتونو کې د استنادي دېوالونو او بندونو جوړول او پر کانال پانګونه هغه څه یاد کړل، چې د نوي حکومت په لومړیتوبونو کې دي.

هغه وویل چې ننګرهار به د انکشاف او پرمختګ په یوه قطب بدل کړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په یوه تازه ټویټ کې لیکلي دي چې دوحې ته د افغان حکومت ورغلي پلاوي سره يې لا هم نه دي لیدلي. سهیل شاهین لیکلي دي، د بین الافغاني خبرو له پیل وړاندې به د دوی د بندیانو د چارو مسئولین د حکومت د محابسو له مسئولینو سره ګوري، څو تر مذاکراتو مخکې ۶ زره بندیان ازاد کړل شي.

د روان ۲۰۲۰م کال د فيبروري مياشتي پر ۲۹ نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا متحده ايالاتو او طالبانو ترمنځ يو تړون لاسليک شو چې په ۱۴ مياشتو کې به ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي او طالبان به هيچا ته اجازه نه ورکوي چې له افغانستان څخه د نورو هيوادونو پرضد تروريستي عمليات پلان کړي، او له القاعدې سره به اړيکي شلوي.

پتېيل شوې ده چې د مارچ مياشتي پر لسمه نېټه به د طالبانو او افغان حکومت د استازو ترمنځ بين الافغاني خبري پيل شي. خو د خبرو اترو د ځای په اړه لا تر اوسه پوري څه نه دي ويل شوي.

اميد ديدار، ننگرهار