1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني طالبانو ته: د چا له پاره جنګيږئ؟ باید خبرو ته کینئ

محمد کریم صالح
۱۴۰۰ تیر ۱۹, شنبه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن د خوست ولایت هوايي ډګر پرانیست. غني خوستیانو ته وويل: «زه نن راغلم چې تاسو ته یوه وړه ډالې درکړم. زما ډالې درته نن هوايي اډه وه.» غني ژمن شو چې خوست کې به نورې رغنيزې پروژې هم تطبیق شي.

https://p.dw.com/p/3wIsg
Afghanistan Eröffnung Flughafen Khost Ashraf Ghani
انځور: Presseabteilung des Präsidenten von Afghanistan

افغان ولسمشر وویل چې هڅه کوي د خوست هوايي ډګر په راتلونکې کې په نړیوال هوايي ډګر بدل شي. هغه وويل چې په راتلونکې کې به «ټول وزیرستان د خوست له هوايي ډګره پروازونه کوي.» هغه وويل چې دغه هوايي ډګر د کابل له هوايي ډګر څخه لوی دی او له دغه ځایه به د خوست او پکتيا صادرات ترسره کيږي.

غني په افغانستان کې روانو جګړو ته هم اشاره وکړه. غني خوستيانو ته وويل، تاسو له طالبانو څو پوښتنې وکړئ: هغوی ته ووايۍ چې د چا له پاره جنګيږئ؟ افغانستان له پاره جنګيږئ او که غواړئ چې افغانستان د نورو د لاس لاندې راشي؟ که افغانستان باندې مين يئ ماسره ژمنه وکړئ چې د ديورند کرښه مو نه ده منلې... ماسره ژمنه وکړئ چې د افغانستان اوبه په خلکو نه خرڅوئ، ماسره ژمنه وکړئ چې د نورو نوکري نه منئ!«

غني وويل حکومت سوله غواړي خو طالبانو جګړه انتخاب کړې ده. ولسمشر غني خوستیانو ته په خطاب وويل چې دوی افغانستان آبادوي اما طالبان يې بیرته ورانوي. هغه وويل: «هره ورځ په سلونو افغانان وژل کيږي،ګټه يې چا ته ده.» غني طالبان تورن کړ چې په کندهار کې يې درې پلونه چې پنځوس ميليونه ډالر پرې لګيدلي وو تخريب کړل.

هغه په خپلو خبرو کې د خوست د ښاري پلان له برابریدو څخه يادونه ورکړه، وې ويل چې دغه پلان په امریکا کې د ده تر نظر لاندې جوړ شوی چې د تطبیق له پاره به يې یو تخنيکی پلاوی وټاکل شي. افغان ولسمشر وويل چې خوست به لومړی درجه ولایت وګرځي. له غني سره خوست ته په سفر کې د هغه لومړی مرستيال امرالله صالح هم او نورو چارواکو هم مله ول.

محمد کریم صالح د آلمان په بن ښار کې د دویچه ویله خبریال