1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني: د طالب زندانيانو آزادولو بهير به چټک کړو

۱۳۹۹ خرداد ۴, یکشنبه

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د کوچني اختر په مناسبت خپل د مبارکۍ په پیغام کې وويل چې د طالب بنديانو د آزادولو بهير به چټک کړي. هغه له طالبانو څخه هم د ورته اقدام غوښتنه وکړه.

https://p.dw.com/p/3cgdW
Aschraf Ghani
انځور: Reuters/M. Ismail

له کابل څخه د آلمان خبري آژانس په حواله، غني د ارګ په ماڼۍ کې په خپلو خبرو کې له طالبانو هم وغوښتل چې د دوی په زندانونو کې بندي ټول افغان امنيتي منسوبين دې څومره چې امکان يې وي ژر آزاد کړي.

د افغان حکومت له لورې د ۵۰۰۰ طالب بنديانو آزادول د امريکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د سولې تړون یوه برخه ده، کوم چې د تيرې فبرورۍ مياشتې په ۲۹مه په قطر کې د دواړو خواوو تر منځ لاسلیک شو.

د پلان له مخې د بنديانو د تبادلې په نتيجه کې به د بين الافغاني خبرو د پيل له پاره لاره هواريږي.

افغان حکومت د می مياشتې په سر کې د ۱۰۰۰ تنه طالب بنديانو تر آزادولو وروسته دغه لړۍ وځنډوله، خو نن ولسمشر غني د اختر ورځې په مناسبت خپل د مبارکۍ په پیغام کې وويل چې د طالب بنديانو د آزادولو بهیر به چټک کړي.

Katar Unterzeichnung Abkommen USA mit Taliban
په قطر کې د امريکا او طالبانو تر منځ د سولې تړونانځور: AFP/G. Cacace

په اوس وخت کې افغان حکومت يوازې د ۱۵۰۰ طالب بنديانو آزادولو سره توافق لري او پر دې ټينګار کوي چې د دغه شمير طالب بنديانو تر آزداديدو وروسته دې بین الافغاني خبرې اترې پيل شي.

په ورته وخت کې د سولې په بهير کې يو بل مثبت اقدام دا شوی چې طالبانو د شنبې په ورځ (د می ۲۳مه) د کمکي اختر په درو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ.

غني د طالبانو له دغه اقدام څخه هرکلی کړی دی او افغان امنيتي ځواکونو ته يې سپارښتنه کړې چې اوربند رعایت کړي. خو غني په عين حال کې ويلي دي که پر افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو باندې حمله کيږي نو بايد له خپلو ځانونو څخه دفاع وکړي.

دوه کاله مخکې هم افغان حکومت او طالبانو د اختر په ورځ داسې ورته یو درې ورځنی اوربند اعلان او عملي کړی وو. دا تر ۱۷ کاله جګړې وروسته لومړی ځل وو چې طالب جنګيالي او افغان امنيتي ځواکونه سره ګډ په ښارونو او واټونو کې د خوشالۍ په فضا کې وليدل شول.