غني خپله کابينه پارلمان ته معرفي کړه
۱۳۹۳ دی ۳۰, سهشنبه
محمد اشرف غني د ولسمشر په توگه د خپل کار تر پيلېدو، چي تر درې مياشتو زيات وخت کيږي، کابينې ته نول شوي وزيران پارلمان ته معرفي کړل. دا هغه څه ول چې هغه په خپله لومړۍ وینا کې ویلي ول چې د ۴۵ ورځو په جریان کې به یې وکړي.
د کابینې تر اعلان او پارلمان ته تر معرفي کولو دمخه، افغان او نړیوالو څارونکو اندېښنه لرله چې گويا د ولسمشر غني د ملي یووالي په حکومت کې اختلافونه د کابینې د معرفۍ د ځنډ لامل شوي دي.
عامو افغانانو هم جمهور رئيس څخه غوښتل چې ژر کابينه اعلان کړي، ځکه د دوی په خبره دغه ځنډ د دوی پر کاروبار باندي ناوړه اغېزه کړې ده.
خو غني بیا تل خپلو هيوادوالو ته ډاډ ورکاوه چې د کابینې د اعلان د ځند سبب دا دی، چې غواړي له هر نومول شوي وزیر سره خبري وکړي او پر وړتیا باندي يې ډاډه شي.
خو تر دې پړاو وروسته هم ستونزي لږ نه شوې، او د نړیوالو پولیسو د څار په نوملړ کې د ولسمشر غني له خوا د نومول شوي یوه وزیر د نوم شتون په رسنیو کې تاوده بحثونه راپورته کړل، چې دغه کس بيا د وزيرانو له نوملړه وايستل شو.
د غني له پاره يو بل گوزار د دوشنبې په ورځ د ماليې وزارت له پاره د نومول شوي، غلام پوپل اعلان وو. پوپل ويلي دي چې نه غواړي وزارت وکړي. پوپل پر افغان تابعيت سربيره د امریکا دا هم لري.
پر دې سربيره بيا يوه وزارت ته نومول سوې، د دې له پاره چي د وزارت شرايط ئې پوره کړي وي خپله د زېږېدو نېټه بدله کړې ده.
جمهور رئيس غني پارلمان ته د نومول شوو وزیرانو د معرفي کولو پر مهال یووار بیا ټینگار وکړ چې وزیران به ده او پارلمان ته حساب ورکوي.
هغه له ادارې فساد سره په هره اداره کې د مبارزه کولو په اړه هم خبري وکړې.
محمد اشرف غني پارلمان ته د وینا پر مهال يووار بيا ټینگار وکړ چې په افغانستان کي د ثبات له پاره له سیمه ییزو هیوادونو او اسلامي نړۍ سره د افغانستان اړیکې د هغه په لومړیتوبونو کې دي.