1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني: جګړه ختمه سوه خو سوله نه ده راغلې

۱۴۰۱ فروردین ۲, سه‌شنبه

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د نوي لمریز کال په مناسب خپلې یوه تازه وینا کې ويلي دې که افغانستان د تیرو څلورو لسیزو تیروتنو ته ادامه ورکړي، د بشري مرستو مستعمره به وګرځي.

https://p.dw.com/p/48pMF
 Aschraf Ghani  Präsident von Afghanistan
انځور: picture-alliance/AA/S. Sadat

غني په خپلې دغې نژدې ۲۳ دقیقه يې وینا کې چې تیره ورځ ناوخته يې پر خپلې فیسبوک پاڼه خپره کړې، پيل يې پر دې وکړ چې «کال نوی کيږي اما زموږ غمونو ته د پايلې لار لا نه ده برابره سوې.»

اشرف غني چې په افغانستان کې د دوهم ځل له پاره د ولسمشرۍ انتخابات وګټل، د تیرکال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو په رسیدلو سره يې حکومت ړنګ او له افغانستانه ووت. تر هغه وروسته غني ډير لږ په مطبوعاتو کې راڅرګنديږي.

غني د نوي کابل په مناسبت خپلې نوې وینا کې وويل چې «موږ په یوه دوه لاره کې یو» چې يوه ېې د تيرو څلويښتو کلونو د غلطو تصامیمو او تګلارو د بیا تکرار لار ده او بله هغه تګلاره ده چې پکې تل پاتې سوله، ملي یوالی، اقتصادي خوځښت، ملي، منطقوي او نړیوال مشروعيت موجود وي.

پخواني ولسمشر پر افغانانو  باندي د یووالي ږغ وکړ او زیاته یې کړه چي که یو بل ونه زغمو، نو یو واربیا به فرصت له لاسه ورکړو. خو دا چي د غني هدف د څه ډول فرصت څخه دی، د کابل پوهنتون د نړیوالو اړیکو استاد او سیاسي شنونکی، اکرم عارفي یې په هکله وایي: «دا یو مهم ټکی دی. اوس افغانستان له یوه ډیر حساس وضعیت سره مخامخ دی. که په سیاست کي له ټولو دخیلو او مؤثرو خواوو سره ملایم چلند ونه سي نو امکان لري دغه هیواد له یوه بل کړکیچ سره مخامخ سي.»

نوموړي همدا راز وويل: »بل فرصت دادی چي سیاسي قدرتونه کمزوری سوي، سیاسي رهبرانو خپلی چوکۍ له لاسه ورکړې او نن ورځ طالبان د یوه برتره قدرت په توگه ډیر قوي دي. نو که هغوی خپله دغه برتري ثابته نکړي او په رسمیت ونه پیژندل سي نو دغه فرصت چي د طالبانو په اختیار کی دی، له لاسه به یې ووځي.«

غني وايي که افغانستان بیا هم د تیرو څلويښتو کلونو په څير غلط تصامیم او تګلارې تکراروي په هغه صورت کې به «موږ له یوې خوا په يوشتمه پيړۍ کې د بشري مرستو مستعمره ګرځو او له بلې خوا به بیا د پردیو د جګړو میدان ګرځو...»

غني ټيڼګار وکړ: «نو ضرور ده چې موږ یو ملي بحث په خپلو کې پیل کړو او نتیجې ته ورسیږو.»

خو هغه وايي چې ملي بحث یوې اجندا ته اړتیا لري او دی د دغې اجندا له پار لږ تر لږه اوه وړاندیزونه لري چې افغانان ورباندې بحث وکړي او په اړه ېې خپل نظرونه ورکړي.

غني وويل چې په لومړی قدم کې باید وضعیت تشریح شي چې کومو اقشارو څومره او څنګه صدمه لیدلې، لومړيتوبونه څه دي او «کومې مرستې چې افغانستان ته راځي په څه طریقه کیدای شي په شفافه او موثره توګه مدیریت سي.»

خود کفايي، د یو بل منل، تل پاتې سوله، ملي مشروعیت او د بې طرفۍ حفظ هم له هغو مواردو دي چې غني د خپلو وړانديزونو په توګه ورڅخه یادونه وکړنه.

هغه د خودکفايي په تړاو د اوکراين جګړې یادونه وکړه. هغه وويل: «د دنیا لومړيتوبونه به اوس هلته تمرکز کوي او موږ باید خپله راتلونکې، ډوډۍ، ژوند او امکانات په خپله برابر کړو.»

هغه زیاته کړه چې تیرو اوو کلونو وښوده چې موږ د دې له پاره له اوبو نه نیولې تر موقعیت پورې ظرفیتونه لرو. هغه وویل چې هغه وخت «ستونزه په امنیت کې وه اما د امنیت په موجودیت کې موږ زر خوځښت راوستلی شو.»

هغه پر ملي مشروعیت ټينګار کړی چې له دې پرته منطقوي او نړیوال مشروعیت په لاس نشي راتلی. غني دا هم وویل چې په افغانستان کې اوس جګړه دريدلې اما سوله نه ده راغلې او زیاته ېې کړه چې «یوه تل پاتې سوله زموږ ضرورت دی او په هغې کې باید د افغانستان ټول اقشار برخه ولري.»

اشرف غني د مختلفو اقشارو ترمنځ د سولي له پاره په ملي کچه د خبرو اترو وړاندیز کوي. خو دا چي په اوسني وخت کی به داسي خبري اتري امکان ولري او آیا طالبان به په هغو کي برخه واخلي او که څنگه، عارفي یې په هکله وایي:
«امیدواري ډیره لږ ده. هم د طالبانو اړخه او هم د بهرنیو هیوادونو له اړخه چي تر اوسه یې د افغانستان په مسایلو کي مهم نقش لوبولی دی. امکان لري هغوی هم په افغانستان کي د یوه ټول شموله حکومت په جوړیدو راضي نه وي. نو له همدې کبله امیدواري ډیره کمه ده.»

غني د خپلو خبرو په پای کې وويل چې اوس نړۍ بدله شوې او باید افغانستان له خپلو ګاونديو او سیمې سره د لویو مشترکو اقتصادي پروژو په عملي کولو کې کار وکړي. هغه د دغو خبرو په ادامې وويل: «لازمې او ضروري ده چې موږ د افغانستان تل پاتې بې طرفي ترلاسه» او د خپل څو نسلونو استعداد د افغانستان د آبادۍ له پاره په کار واچوو.