1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا د غزني ښځو سوداگرو ته سخت زيان اړولی دی

۱۳۹۹ تیر ۲۴, سه‌شنبه

په افغانستان کې د کرونا ويروس له امله سوداګرو او کسب کارانو سخت زیانونه ولېدل چې ښځې هم پکې شاملې دي. محدوديتونو د هغو ښځو کاروبار ډېر اغیزمن کړی چې تازه یې کارونه پيل کړي ول.

https://p.dw.com/p/3fImV
Afghanistan Corona-Pandemie | Händlerinnen in der Provinz Ghazni
انځور: DW/M. Mirwais Aslami

په افغانستان کې د تیرو کلنو په پرتله اوس ښځې هڅه کوي چې د نارینه وو په شان کار وکړي او بیلابیل کسبونه زده کړي. په غزني کې هم په سونو ښځو د تجارت او کسبونو ته ملا تړلې وه.

خو د ټولې نړۍ په څیر په افغانستان کې هم د کرونا وبا د خپريدو د مخنيوي په موخه ټولنیز محدوديتونه وضع شول چې پکې د مغازو تړل او پر گرځيدو بندیز هم شامل ول. د همدې محدوديتونو له کبله اوس د دغو کاروبارونو وضعیت مخ پر خرابېدو دی او ځيني کسان نه شي کولای نور د خپلو سوداګريزو ځایونو کرایه او د کارکوونکو معاشونه ورکړي.

د غزني په مرکز او ولسوالیو کې ښځو کوچني کاروبارونه پیل کړي او مخکي له ګرځبندیز څخه يې ښې ګټې کولې، خو د کویډ ۱۹ ناروغي له وجې دوی خپله سرمایه او بچت کړې پیسې په دغه موده کې د کرایې او د کورنۍ د خرڅ له پاره لګولي او اوس د بېرته فعالیت له پاره انديښنې ښیي.

د غزني ولایت د نواباد سېمې اوسېدونکې زهرا بهار له دریو کلونو راهېسي د خیاطۍ په برخه کې بوخته ده او درې کارکوونکي هم لري. هغې اوس وروسته له ګرځبندیز څخه بېرته کاروبار ته مخه کړې خو وايي چې د پخوا په شان کاروبار نه شته. هغه زياتوي چې په دوکانونو کې د بیکارۍ ورځې تیروي ځکه د کرونا په خاطر خلک اوس نوي جامې نه جوړوي.

زهرا بهار وایي: «د قرنطین په موده کې موږ د یوه کال پیسې پر کرایه او کورنیو لګښتونو ولګولې او ما د درو ښځو معاش هم پر غاړه واخیست. هغه پیسې چې ما سپما کړې وې ټولې راڅخه مصرف شوې ځکه کار نه وو او موږ باید د څلورو دکانونو کرایه ورکړې وای.» هغې زياته کړه: «آن د کارکوونکي معاشونه هم پاته دي او تر اوسه بریالۍ شوې نه یم چې دوی ته ټول معاشونه ورکړم.»

Afghanistan Corona-Pandemie | Händlerinnen in der Provinz Ghazni
په غزني کې يوه خياط خانه چې چلوونکي او کارکوونکي یې ښځې ديانځور: DW/M. Mirwais Aslami

بهار زیاتوي چې که دغه وضعیت همداسې دوام ومومې نو دوی به خپل کاروبار له مجبوریته بند کړي ځکه د اوبو، بریښنا، د دوکان کرایه او نور مصارف نه شي پوره کولاي او د کور نفقه هم ددې پر غاړه ده ځکه ورونه نه لري او پلار یې هم سپينږیری شوی.

فاطمه او ارزو په دې خیاطۍ کې کار کوي. دوی هم د خپل ناوړه اقتصادي وضعیت څخه سر ټکوي او پر دولتي او غیر دولتي ادارو غږ کوي چې د دوی له پاره د کار زمینه برابره کړي او یا هم په سوداګریزو کارونو کې یې ملاتړ وکړي.

د غزني ولایت د سوداګرۍ او صنعت خونې وايي چې د کرونا وېروس له پراخېدو سره سم ددې ولایت سوداګرو ته په میلیونونو افغانیو زیان اوښتی چې یوه وړه برخه یې هم کسب کارې ښځې دي.

د غزني د سوداګرۍ او صنعت خونې مرستیال ګلاب الدین امیري له دویچه وله سره په خبرو کې وویل چې د کرونا وېروس له پراخېدو سره په غزني ولایت کې د نارینه وو ترڅنګ، ښځي سوداګرې او کسب کارانې هم ډېرې زيانمنې شوي دي او په روان کال کې دوی د ګټې پر ځای پوروړي شوي دي.

 هغه وایي: «د غزني ولایت امنیتي وضعیت هم ښه نه دی او کرونا وېروس هم د خلکو کاروبارونو ته لوی خنډ بلل شوی. مخکې به سوداګرو او کسب کارانو د خراب امنیتي وضعیت څخه ګیله کوله خو اوس بیا کرونا ناروغۍ هم د دوی کاروبار په ټپه درولی دی.« اميري زياته کړه: «ځینو مارکیټونو او دوکانونو کې کرایه ورپریښودل شوې خو ډیرو مالکانو کرایه اخیستې ده چې د سوداګرو او کسب گرو کارونه یې له سقوط سره مخ کړي دي.»

محمد میرویس اسلمي، غزني