1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غزني: د ماین چاودنې نهه ماشومان وژلي

۱۴۰۳ فروردین ۱۳, دوشنبه

د غزني ولایت چارواکي وايي چې له جګړو پاتې د یوه ناچاودل شوي ماین په چاودنه کې نهه ماشومان وژل شوي دي. د غزني ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس ویلي دي چې پیښه د دې ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې شوې ده.

https://p.dw.com/p/4eJG8
د غزني ولایت چارواکي وايي چې له جګړو پاتې د یوه ناچاودل شوي ماین په چاودنه کې نهه ماشومان وژل شوي دي. انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی.
د غزني ولایت چارواکي وايي چې له جګړو پاتې د یوه ناچاودل شوي ماین په چاودنه کې نهه ماشومان وژل شوي دي. انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی.انځور: AFP

د غزني ځايي چارواکو د دوشنبې په ورځ ( ۲۰۲۴م کال د اپریل ۱) ويلي دي چې په دغه ولایت کې د ماین په یوه چاودنه کې نهه ماشومان وژل شوي دي.

د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مشر حمیدالله نثار د یادې پیښې په هکله وویل چې یو شمیر کوچني هلکانو او نجونو د دې ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې له یوه ماین سره لوبې کولې چې چاودنه پرې شوې ده. د نوموړي په خبره دغه پیښه د یکشنبې په ورځ شوې ده چې پکې د نثار په خبره نهه ماشومان وژل شوي دي.

حمیدالله نثار، د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «د روسانو د اشغال له وخته پاتې یو ناوچاودل شوی ماین هغه وخت چاودنه کړې چې دوی [ماشومانو] ورسره لوبې کولې. له بده مرغه په دې پیښه کې نهه ماشومان وژل شوي دي.»

په عین حال کې د غزني ولایت د طالب پولیسو چارواکي هم د پیښې پخلی کوي او وايي چې په وژل شویو کې پنځه نجونې او څلور هلکان دي او عمرونه یې هم د څلورو او لسو کلونو ترمنځ دي.

په یوه بله ورته پیښه کې په هرات ولایت کې هم یو ماشوم وژل شوی او پنځه نور کسان ټپیان شوي دي. د هرات ولایت د پولیسو چارواکو ویلي دي چې پرون د یکشنبې په ورځ په دغه ولایت کې د یوه ناچاودل شوي ماین چاودنې له کبله یو ماشوم وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي.

افغانستان چې له لسیزو راهیسې د جګړو او ناکراریو شاهد دی، وخت ناوخت د دغه راز پیښو شاهد وي. د سره صلیب نړیوالې کمیټې په خبره، که څه هم په افغانستان کې جګړې تر پخوا کرارې شوي دي، خو ماینونه او چاودیدونکي توکي لا هم د افغانانو ژوند اخلي  چې په خبره یې د ماینونو زیاتره قربانیان ماشومان دي.

آژانسونه / خ. ح / ن. ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل