1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو هغه ځوانان وهلي او نیولي چې درې رنګه بیرغ یې لېږداوه

امید دیدار
۱۴۰۲ مرداد ۲۸, شنبه

د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې طالب وسله والو هغه ځوانان وهلي، ټکولي او نیولي دي، چې د افغانستان د خپلواکۍ ورځې د نمانځنې پر مهال یې له ځانونو سره د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ لېږداوه.

https://p.dw.com/p/4VLpj
جلال اباد کې د یوه لاریون څنده؛ د ارشیف انځورشز
جلال اباد کې د یوه لاریون څنده؛ د ارشیف انځورشزانځور: AP/picture alliance

د پېښې یوه عیني شاهد چې نه غواړي نوم یې په خبر کې یاد شي، دویچه ویله ته وویل، طالبانو د جلال اباد ښار پښتونستان واټ کې یو شمېر کسان له وهلو وروسته نیولي دي.

هغه وویل: «طالبانو پښتونستان واټ کې ځوانان، زاړه او ماشومان له ځانه سره امنیت ته یوړل.»

پر خواله رسنیو هم له ننګرهار، کابل او ځینو نورو سیمو کې ویډیوګانې خپرې شوي، چې پکې لیدل کېږي ځوانان په موټرو او پلي ډول له ځانه سره د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ لېږدوي او د خپلواکۍ ورځ نمانځي.

هاخوا له څنګلوري ولایت کونړه هم د طالب چارواکیو په نوم یو مکتوب خپور شوی او خلکو ته پکې سپارښتنه شوې، چې درې رنګه بیرغ ونه ګرځوي، که نه «له سخت قانوني چلند سره به مخ شي.»

دغه مکتوب د طالبانو ادارې نه دی تائید کړی.

د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۲ کالیزې کې د یوه ځوان له لوري د ملي بیرغ پورته کول. د ارشیف انځور
د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۲ کالیزې کې د یوه ځوان له لوري د ملي بیرغ پورته کول. د ارشیف انځورانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

ورته حکم ننګرهار کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ له خوا هم د مسجدونو د امامانو په نوم خپور شوی او له هغوی غوښتل شوي، چې په مسجدونو کې د درې رنګه بیرغ د نه ګرځولو اعلانونه وکړي.

کوښښ مو وکړ، په دې اړه ننګرهار او کونړ کې د طالبانو ادارې له چارواکیو وپوښتو خو د نظر په اخستلو یې بریالي نه شو.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته خپل سپین رنګه بیرغ د رسمي بیرغ په توګه پورته کړی او د افغانستان د درې رنګه ملي بیرغ په پورته کولو یې بندیز لګولی دی.

د ۲۰۲۱ کال اګست کې چې طالبان بیا ځلې واک ته ورسېدل، د افغانستان د خپلواکۍ پر ورځ د ملي بیرغ لېږدولو پر سر بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو له لوري پر خلکو ډزې شوې وې، چې پکې د ځینو کسانو د وژلو او ټپي کېدلو رپوټونه هم خپاره شوي وو.