1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

 عیني شاهد: طالبانو هرات کې د يو کس مړی راځړولی

۱۴۰۰ مهر ۳, شنبه

طالبانو د افغانستان په لويديځ هرات ښار په مرکزي چوک کې یو جسد د کران څخه راځړولی دی. دغه خبره اسوشتید پریس خبري آژانس د شنبې په ورځ د یو عينی شاهد له قوله ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/40qcp
Afghanistan | Konflikt mit Taliban | Herat bei Kabul
انځور: Hamed Sarfarazi/AP/picture alliance

د وزیر احمد صدیقي په نوم یو شخص چې د هرات ښار چوک تر څنګ درملتون لري، اسوشتید پریس ته ېې ویلي دي چې د مړو څلور جسدونه هرات ښار ته راوړل شول چې درې نور يې د خلکو ته د ښودلو له پاره د ښار نورو چوکونو ته ولیږدول شول.

صدیقي وویل، طالبانو د چوک په سر اعلان وکړ چې دغه څلور کسان د اختطاف کې د برخې اخیستنې پر مهال ونیول شول چې د پولیسو له خوا وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د ډلې يوه بنسټ ايښوونکي او د دې ډلې په پخوانۍ دوره کې د امر بالمعروف او النهي عن المنکر مشر، ملا نورالدين ترابي، روانه اوونۍ د اسوشتید پریس خبري آژانس سره په یوه مرکه کې ویلي دي چې ډله به یې يو ځل بیا مجرمنيو ته د مرګ او د لاس پرې کولو په څېر سزاوي عملي کړي خو دا ځل به ښايي دا جزاوې په عامه محضر کې نه ورکول کيږي.

طالبانو چې تر شل کاله جګړې وروسته د اګست میاشتې په ۱۵مه بیا په افغانستان کې واک ته رسیدلي، افغانان او نړیوال يې کړنې څاري چې آیا دغه ډله به په خپلو سیاستونو کې نرمښت راولي او که د خپلې لومړنۍ دورې په څير به لاهم په خپل سخت دريځه سیاست ولاړ پاتې کيږي.

د طالبانو د سرپرست حکومت په ځينو حکمونو کې د دوی د پخوانۍ دورې نښې نښانې لیدل کيږي. دغه حکومت ښځېنه حکومتي کارکوونکې ته ویلي دي چې په کور کيني او دغه راز د متوسطه او لیسې ښځېنه زده کونکې دې هم ښوونځيو ته نه ځي. خو طالبان تر څنګ وايي چې دغه تصمیمونه موقتي دي او د بدلون راتلو خبرې کوي.

تیره ورځ د ښځو د حقونو مطرح افغان فعالې، محبوبه سراج، د فرانسې خبري آژانس سره په یوه مرکې کې ويلي وو که چیرته طالبان پر خپل همدې سخت سیاست ټينګار وکړي او نرمښت په کې رانه ولي نړیواله ټولنه به يې پر وړاندې «شدید اقدامات» وکړي او حتی افغانستان سره به خپلې مرستې بندې کړي.

هغې وویل چې دغه حالت به بیا د ټولو له پاره خطرناک پرېوځي، په خپل طالبانو ته هم.

آ/م.ک.ص./ا.ا.