1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمران خان: که هند برید وکړي، نو مناسب ځواب به یې ورکړو

۱۳۹۸ شهریور ۸, جمعه

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان، ویلي دي چې نړیوالې ټولنې ته یې خبرداری ورکړی دی چې هند ښايي تر خپلې ادارې لاندې کشمیر کې د بشري حقونو له تیریو څخه د پام اړولو له پاره د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر باندې برید وکړي.

https://p.dw.com/p/3OkXv
Pakistan Islamabad  Rede Premierminister Imran Khan
انځور: AFP/A. Qureshi

د هند له لوري د جمو او کشمیر څخه د نیمه خپلواکه حیثیت د بیرته اخیستلو په غبرګون کې د جمعې په ورځ (۲۰۱۹م کال د اګست ۳۰مه) د پاکستان په زیاتره ښارونو کې له کشمریانو سره د پیوستون په پار احتجاجونه وشول.

د اسوشيتد پرس خبري آژانس د رپوټ له مخې په اسلام آباد کې یوې احتجاجي غونډې ته د وینا پر مهال عمران خان وویل که چیرې د هند د لومړي وزیر نریندر مودي حکومت پر پاکستان برید وکړي نو هیواد به یې «مناسب ځواب» ورکړي.

خان په خپلو څرګندونو کې دا هم وویل چې د پاکستان او هند تر منځ کړکیچ به یوازې تر سویلي آسیا پورې منحصره نه وې، بلکې په خبره یې له دې څخه به «ټوله نړۍ اغیزمنه شي.» د عمران خان په خبره په راتلونکي میاشت کې به د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته د وینا پر مهال دغه موضوع راپورته کړي.

د یاد خبري آژانس په وینا عمران خان په خپلو څرګندونو کې مودي، د یوه «فاشست» په توګه یاد کړ او د نازي آلمان له ادولف هتلر سره یې پرتله کړ.

هند د پنجشنبې په ورځ وویل چې داسې معلومات یې تر لاسه کړي دي چې پاکستان هڅه کوي د دوی هیواد ته «ترهګر» ورداخل کړي. خو د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې ویاند ډګر جنرال آصف غفور دغه ادعا رد کړه.

په پاکستان کې احتجاجونه

د جمعې په ورځ د پاکستان په زیاتره ښارونو او لیرې پرتو سیمو کې له کشمریانو سره د پیوستون په پار خلک سړکونو ته راوتلي ول. د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې په پلازمېنه اسلام آباد کې هم په زرونو کسان راټول شوي ول او د څو دقیقو له پاره د موټرو تګ راتګ هم درول شوی وو. د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې هم د احتجاجونو رپوټونه ورکړل شوي دي.

پاکستان او هند چې اوس د اتومي قدرت درلودونکي هیوادونه هم دي، په ۱۹۴۷م کال کې د خپلواکۍ اخیستو راهیسې تر اوسه د کشمیر پر سر څو وارې جګړې هم کړي دي.