1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمران خان:‌ پاکستان نور د وسلوالو پټنځای نه دی

۱۳۹۸ بهمن ۲۸, دوشنبه

په اسلام آباد کې پاکستان ته د افغانانو د کډوالۍ د ۴۰ کلیزې په مناسبت د یوه نړیوال کنفرانس په ترڅ کې لومړي وزیر عمران خان وویل چې هیواد یې نور د وسلوالو پټنځای نه دی او دا چې پاکستان د افغان سولې پروسې بشپړ ملاتړی دی.

https://p.dw.com/p/3XsvJ
Pakistan Imran Khan in Kaschmir
انځور: AFP/Getty Images

د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د فبروري میاشتې په ۱۷مه نیټه) د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د افغان مهاجرینو د ۴۰ کلیزې په مناسبت په اسلام آباد کې په نړیوال کنفرانس کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې هیواد یې نور د وسلوالو عناصرو له پاره یو خوندي پټنځای نه دی او دا چې د نوموړې ادارې د افغان سولې بشپړ ملاتړ کړی دی.

Pakistan Islamabad Flüchtlingslager
انځور: Getty Images/AFP/A. Qureshi

عمران خان دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې امریکا متحده ایالات او افغان طالبان د افغان سولې په هکله د یوه توافق په درشل کې دي. د دغه توافق په صورت کې امریکا متحده ایالات اړ دي چې له افغانستانه د خپلو پوځیانو د اخراج لړۍ پیل کړي او په ځواب کې یې بیا طالبان اړ دي چې له افغان حکومت سره مستقیمې خبرې پیل کړي.

پاکستان چې له اوږدې مودې راهیسې ورباندې د طالبانو او له افغانستان سره په پوله د نورو ترهګرو ډلو د ملاتړ تور پورې کیږي، د افغانستان د سولې د پروسې د عملي کولو په برخه کې ورته د یوه کلیدي اړخ په سترګه کتل کیږي. عمران خان په دغه کنفرانس کې وویل: «زه درته ویلی شم چې دلته [د وسلوالو] پټڼځایونه موجود نه دي. په تیرو وختونو کې چې وضعیت هر راز وو، خو اوس درته ویلی شم چې...موږ یوازې یو څه غواړو او هغه په افغانستان کې سوله ده.»

عمران خان دغه څرګندونې د ولسمشر غني د دوهم مرستیال سرور دانش تر هغو څرګندونو وروسته وکړې چې پر پاکستان یې تور پورې کړ چې طالبانو ته د دې زمینه برابروي څو په پاکستان کې د افغان مهاجرینو له کمپونو څخه جنګیالي جذب کړي.

Abiturprüfung Danesch
انځور: DW

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان همدا راز وویل چې په داسې حال کې چې پاکستان په بشپړه توګه د دې تضمین نه شي کولی چې په دې هیواد کې د میشت ۲ اعشاریه ۷ میلیونو مهاجرینو په منځ کې دې افغان طالبان پټ نه وي، خو زیاته یې کړه چې حکومت یې د پولې په اوږدو کې د اغزن سیم د نصبولو سربیره ټولې هغه هڅې کړي چې په افغانستان کې د بریدونو مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، چې د کابو یوه نیم کال راهیسې په قطر کې له طالبانو سره په خبرو بوخت وو، د دغه کنفرانس یو له ګډونوالو څخه دی. نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې هغه «په محطاتانه ډول» د [سولې] یوه نهايي تړون ته «خوشبین» دی. نوموړي زیاته کړه چې امریکا متحده ایالاتو د امنیتي مسایلو په هکله له طالبانو تعهدات ترلاسه کړي دي.

چارواکو ویلي چې طالبان، افغان امنیتي ځواکونه او امریکا متحده ایالات به د تاوتریخوالي د کمښت یوه اووه ورځنی دوره پیل کړي. دغه اقدام د توافق تر اعلان وړاندې د ټولو لورو ترمنځ د اعتماد جوړونې یوه برخه ده. په ورته وخت کې، په کندز ولایت کې د طالبانو په یوه ډله ایز برید کې د چارواکو په خبره لږ تر لږه ۵ تنه افغان سرتیري وژل شوي دي.