1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمران خان له ښوونځي پاتې یو کس د پوهنې ایالتي وزیر ټاکلی

۱۳۹۸ دی ۱۵, یکشنبه

د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان ګوند وروسته له هغې له غبرګونو سره مخ شو چې له ښوونځي پاتې د اکبر ایوب خان په نامه یو کس یې د خیبرپښتونخوا د پوهنې ایالتي وزیر انتخاب کړ. په خیبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند حکومت کوي.

https://p.dw.com/p/3VjRd
Pakistan Imran Khan in Kaschmir
انځور: AFP/Getty Images

د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د جنوري میاشتې په ۴مه نیټه) د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت په کابینه کې یو لړ بدلونونه معرفي کړل او په دې ترڅ کې یې له ښوونځي پاتې یو سیاستوال د پوهنې د ایالتي وزیر په توګه معرفي کړی دی. د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت د اکبر ایوب خان په نامه یو کس د دې ایالت د ابتدایه او متوسطه زده کړو د وزیر په توګه ټاکلی دی.

د ډان په نامه د پاکستان انګلیسې ژبې ورځپاڼې په خپل یوه رپوټ کې لیکلي چې ایوب خان مخکې له دې چې له ۱۲ ټولګي فارغ شي، کاناډا ته تللی وو او دا چې هغه هیڅ کله لوړ تحصیلات نه دي کړي. د دغه رپوټ تر خپریدو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راپاریدلي دي خو د ایالتي حکومت یوه ویاند یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې نوی وزیر کولی شي په انګلیسي ژبه روانې خبرې وکړي.

په خیبرپښتونخوا کې د عمران خان د ګوند تحریک انصاف حکومت کوي.
په خیبرپښتونخوا کې د عمران خان د ګوند تحریک انصاف حکومت کوي. انځور: DW/D.Baber

د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند حکومت کوي. وروسته له هغې چې عمران خان په ۲۰۱۸م کال کې حکومت ته ورسید، نوموړي د سیاسي اصلاحاتو ترڅنګ د تعلیم او تربیې په برخه کې هم د اصلاحاتو ژمنې کړې وې.