1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمران خان: له هند څخه ښایي په میلیونو مسلمانان تیښته وکړي

۱۳۹۸ آذر ۲۶, سه‌شنبه

عمران خان په ژنیو کې ویلي چې د کشمیر په لانجمنه سیمه کې د گرځبندیز او د تابعیت د نوي قانون له کبله ښایي له هند څخه په میلیونونو مسلمانان تیښته وکړي او ښایي د مهاجرت د نوي کړکیچ لامل وګرځي

https://p.dw.com/p/3Uy8O
Schweiz Genf Global Refugee Summit
انځور: AFP/F. Coffrini

د پاکستان لومړي وزیر عمران دغه څرگندونې په ژنیو کې د مهاجرو نړیوال فورم ته په وینا کې کړي دي. هغه په خپلو څرګندونو کې وړاندې ویلي: «موږ اندینښنه لرو چې یوازې د مهاجرو کړکیچ به نه وي، بلکې ښایي دغه څه د دوو اتومو وسلو درلودونکو هیوادونو ترمنځ پر کړکیچ واوړي.»

هغه په خپله وینا کې زیاته کړه چې «زموږ هیواد به د نورو مهاجرو د ځایولو جوګه نه وي.» هغه له نړیوالې ټولنې څخه اوس د ګام اخیستو غوښتنه وکړه.

د مهاجرو په تړاو د ملګرو ملتونو د نړیوال تړون د لومړنۍ کلیزې په ترڅ کې د دغه سازمان عمومي منشي انتونیو ګویترش ویلي دي چې هغه کسان چې له جګړو او تعقیب څخه د خوندیتوب په لټه کې دي د یوه خصیمانه سیاسي محیط له کبله له ګواښ سره مخامخ دي.

ګویتریش د مهاجرت نړیوال فورم ته په خپله وینا کې وویل: «په داسې یوه وخت کې چې د پناه غوښتنې حق تر حملې لاندې دی، د مهاجرو پر وړاندې ډیر شمیر دروازې تړل شوي او دومره زیات شمیر مهاجر ماشومان توقیف کیږي او له میندو او پلرونو جلا کیږي موږ بايد د هغوی له بشري حقونو څخه ملاتړ وکړو.»

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو مایس د دغه فورم په درشل کې د نړۍ پر هیوادونو د مهاجرو د عادلانه ویش له پاره غږ کړی دی. هغه د سه شنبې په ورځ په ژنیو کې د آلمان له تلویزوني چېنل (ZDF) سره په خبرو کې ویلي دي: «د نړۍ د هیوادونو په منځ کې یوازې لس سلنه یې غواړي مهاجر ومني.»

هغه په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې له لسو هیوادونو څخه نهو هیوادونه چې زیات مهاجر یې منلي دي، د لږ یا متوسط عاید درلودونکي دي. ماس زیاته کړه چې صنعتي هیوادونه باید لا زیات څه وکړي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرو چارو د کمیسارۍ د معلوماتو له مخې اوسمهال اټکل کیږي چې د ټولې نړۍ په کچه شا او خوا ۷۱ میلیونه کسان له خپلو ټاټوبو بې ځایه شوي دي چې ۲۵ میلیونه یې د خپلو هیوادونو د باندې د مهاجرو په توګه ژوند کوي.

رویترز، ډې پې اې