1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمران خان له ترمپ سره د ملاقات له پاره امريکا ته ځي

۱۳۹۸ تیر ۹, یکشنبه

د پاکستان يوه لوړپوړي چارواکي ويلي دي چي عمران خان به د جولای مياشتي په پای کي امريکا متحده ايالاتو ته سفر وکړي او له دونالد ترمپ سره به وگوري.

https://p.dw.com/p/3LLms
Bildkombo Donald Trump und Imran Khan

د ساينس او ټکنالوژۍ وزير، فواد چودري د يکشنبې په ورڅ وويل چي دا به د دواړو هيوادونو تر منځ په لوړه کچه ملاقات وي.

دا په داسې حال کې ده چي د متحده ايالاتو او د افغان طالبانو تر منځ خبري يوه حساس پړاو ته داخل سوې دي. نوموړي وویل چي امريکا د پاکستان رول ستايلی دی چي د افغان سولي د خبرو په پرمختگ کي يې مرسته کړې ده.

تېره اوونۍ د پاکستان د بهرنيو چارو وزير، شاه محمود قريشي ويلي ول چي عمران خان به واشنگټن ته سفر کوي څو له ترمپ سره د سيمې پر مختلفو موضوعاتو بحث وکړي.

د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکي له هغه وخت راهيسې ترينگلې سوي دي چي ترمپ په افغانستان کي د پاکستان پر رول انتقاد کړی او پوځي او نوري مرستي يې ځنډولي دي.

(N.S/N.Z(AP