1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمران خان ـ تر وروستي توپه به د پاکستان له پاره ولوبېږم

۱۴۰۱ فروردین ۱۹, جمعه

د پاکستان سترې محکمې د ولسمشر له خوا د پارلمان د ړنګولو فيصله لغوه اعلان کړه. خو عمران خان وايي مبارزې ته به ادامه ورکړي.

https://p.dw.com/p/49eKs
Pakistanischer Premierminister Imran Khan
انځور: Chip Somodevilla/Getty Images

د پاکستان ستري محکمې (سُپريم کورټ) د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د اپريل ۷) د پاکستان د پارلمان د برخليک په هکله خپله پريکړه وکړه. په دغه پريکړه کي د پاکستان د مرکزي پارلمان د وروستۍ غونډي په بهير کي د مرستيال پارلماني رئيس هغه فيصله لغوه اعلان سوه چي په ترڅ کي يې د نه باور رايي بهير درولی وو.

يادي محکمې په خپله فيصله کي د پاکستان د ولسمشر هغه پريکړه هم لغوه کړه چي په ترڅ کي يې د پاکستان پارلمان ړنگ کړی وو. عمران خان پر ولمسشر د دغه کار کولو ږغ کړی ؤ. خو د محکمې د فيصلې له مخي د پاکستان پارلمان بېرته فعال سوی او کابينه هم پر ځای پاته ده.

د ستري محکمې په پريکړه کي دا هم ويل سوي دي چي مرکزي پارلمان په دې مکلف دی چي د شنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د اپريل ۹) د پارلمان غونډه رابولي. د حکم له مخي په دغه غونډه کي به د لومړي وزير عمران خان پر ضد د باور رايي بهير بېله ځنډ او خنډه بشپړيږي. پر حکومت ږغ سوی دی چي د پارلمان د هيڅ غړي د رايه اچونې په مخ کي خنډ جوړ نه سي.

د محکمې په پريکړي سره عمران خان په خپله هغه هڅه کي ناکامه سوی چي غوښتل يې په پارلمان کي د عدم اعتماد رايه اچونې مخه ونيسي او پر ځای يې د پارلمان په لغوه کولو سره، سرپرست حکومت او نوو ټاکنو ته لاره هواره کړي.

غبرګونونه

د پاکستان لومړي وزير عمران خان د ستري محکمې تر پرېکړي وروسته په يو ټويټ پيغام کي د کريکټ لوبي په اصطلاح وليکل چي «تر آخري توپ پوري به د پاکستان له پاره لوبي ته ادامه ورکړي«. نوموړي د جمعې د ورځي له پاره د بېرته فعالي سوي کابينې غونډه راغوښتې ده. هغه اعلان کړی دی چي د جمعې په ورځ به ملت ته وينا واوروي.

د پاکستان د حزب اختلاف مشر او د مسلم ليګ نواز ګروپ ګوند مشر، شهباز شريف د محکمې پر پرېکړه خپله خوښي او رضايت څرګند کړ. نوموړي د محکمې د پرېکړي په هکله وويل: «د محکمې دغه پرېکړه د کوم يو اړخ د ګټلو يا بايللو معنی نه ورکوي. بلکي د محکمې دغه پرېکړه د پاکستان د اساسي قانون برياليتوب په معنی ده.»

د پاکستان د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو خبريالانو ته وويل چي د محکمې فيصله «د ديموکراسۍ د بريا په معنی ده.» د هغه په وينا دغې فيصلې د آينده له پاره هم د دې مخه ډب کړه چي يو واکمن د خپل حکومت د بقا له پاره «قانون تر پښو لاندي کړي.»

د پاکستان د اسلامي علماو د جماعت مشر فضل الرحمن هم پر فيصله خپل اطمنان او خوښي وښوده. هغه پر خپلو پلويانو ږغ وکړ چي «د شکرانې دوه رکعته نفل لمونځ وکړي.»

د پاکستان پر تلويزيون سياسي تحليګرانو پر دغه موضوع تاوده بحثونو ته دوام ورکړی دی. د دغو تحليلونو له مخي داسي اټکل کيږي چي که عمران خان د شنبې په ورځ د اعتماد رايي ته ودريږي نو په لوی احتمال به د باور اړيني رايي ترلاسه نه کړي او ناکام به سي. په داسي يو صورت کي احتمال کيږي چي پارلمان به د اپوزيسيون ګوند مشر شهباز شريف د نوي لومړي وزير په توګه وټاکي.

آ./ا.ا./ن.ز.