1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خان: د طالبانو حکومت بدیل نه لري امریکا دې ورسره کار وکړي

محمد کریم صالح
۱۴۰۰ بهمن ۲۶, سه‌شنبه

د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي طالبان بدیل نه لري، امریکا باید د بندیزونو او پيسو کنګل کولو پر ځای له هغوی سره کار وکړي. د چارو یو افغان شنونکی وايي طالبان د رسمیت پيژندنې په برخه کې له حقوقي ستونزې سره مخ دي.

https://p.dw.com/p/471uP
Pakistan Islamabad | Imran Khan, Premierminister
انځور: Saiyna Bashir/REUTERS

عمران خان وايي په امریکا کې خلک باید په دې پوه شي چې افغانستان یوازې طالبان نه دي، بلکې په دغه هیواد کې نیږدې ۴۰ میلیونه افغانان دي چې د ژمي په راتګ سره يې بشري وضعیت لا پسې خراب شوی دی. هغه زياتوي چې د افغانستان حالات د یوه ستر بشري ناورین پر لوري په حرکت کې دی او افغانان له ناوړه وضعیت سره مخامخ دي.

د پاکستان لومړی وزیر هغه مرکه پر خپله فیسبوک پاڼه خپره کړې چې له سي ان ان تلویزیون سره ېې د فبرورۍ په ۱۳مه کړې ده. هغه چې تر دې مخکې هم ورباندې د افغانستان په استازیتوب د خبرو کولو انتقادونه شوي، په دغه مرکه کې وايي چې اوسمهال د افغانستان له پاره یوازینی بدیل دا دی چې له طالبانو سره کار وشي. عمران خان زیاته کړې: «که چیرته دوی [طالبان] منزوي شي، بندیزونه وي او بانکي سیستم د بندیزونو له کبله اغیزمن شي او نغدې پیسې ونه لري نو بیا دا اندېښنه موجوده ده چې افغانستان به له بشري ناورین سره مخامخ شي.»

طالبان چې له شاوخوا ۶ میاشتو راهیسې په واک کې دي تر اوسه کوم هیواد په رسمیت نه دي پيژندلي. دوی سخته هڅه کوي تر څو د نړیوالې ټولنې له خوا په رسميت وپيژندل شي. طالبانو د مشروعیت ترلاسه کولو په موخه تر اروپا پورې سفرونه هم کړي، خو په عمل کې د دوی د رسميت پيژندلو کوم څرګ نه دی لګیدلي.

د سیاسي چارو شنونکی احمد سعيدي وايي چې طالبان د نړیوال رسميت پيژندلو په برخه کې له حقوقي ستونزې سره مخ دي.

هغه دویچه ویله سره په خبرو کې وويل: «اوس طالبان په تور ليست کې دي، که دنیا دوی په رسميت پيژني د نړیوالو قوانیو له مخې دغه کار په دې معنی ده چې امریکا او دنیا تروریست په رسميت پيژني. نو اول باید دغه خلک له تور لیست څخه ليرې شي چې د دغه کار ژر امکان نشته.»

سعيدي زیاتوي د طالبانو د کورنیو چارو پر وزير، سراج الدين حقاني باندې امريکا لس ميلیونه ډالره جایزه اعلان کړې، نو څنګه کیدای شي چې امریکا دې هغه بیرته د یو وزیر په توګه په رسميت هم وپيژني.

د پاکستان صدراعظم په دغه مرکه کې په پاکستان کې ترهګیزو فعالیتونو ته په اشارې وویل، په وروستیو څو میاشتو کې له افغانستان څخه د ډېرو افغانانو په راتګ سره له بده مرغه «یو شمیر ترهګر هم پاکستان ته داخل شوي دي.» خان سي ان ان ته وويل: «یو با ثباته افغانستان د پاکستان د ثبات له پاره ښه دی...اوس د ټولو په ګټه ده چې وضعیت لا پسې خراب نه شي.»

د پاکستان لومړي وزیر د طالبانو د په رسمیت پیژندنې د پوښتنې په ځواب کې ویلي دي چې که ژر وي که وروسته طالبان به په رسمیت وپیژندل شي خو وايي چې پوښتنه دا ده چې امریکا څومره طالبان اړ کولی شي چې بشري حقونو ته درناوي وکړي او یا دا چې طالبان څومره په دې برخه کې نرمښت ښوولی شي.

خان زیاتوي چې نړۍ له طالبانو ضمانتونه غواړي او وايي چې د طالبانو نه پیژندل او پر دوی بندیزونه به یوازې طالبان زیانمن نه کړي، ځکه بل بدیل ورته نشته بلکې عام افغانان او د افغانستان نیمايي نفوس چې شاوخوا ۲۰ میلیونه کیږي، له ستر خطر سره مخامخ کیږي.

خو احمد سعيدي بیا پاکستان د افغانستان په قضیه کې په دوه مخي سیاست تورنوي. هغه وايي: «عمران خان او د هغه د کورنیو او بهرنيو چارو وزیران وايي چې تروریستان له افغانستان څخه پاکستان ته راځي، له بلې خوا اوس وايي چې طالبان دې په رسميت وپيژل شي، آیا دا خبرې ځمکې تر آسمان پورې فرق نه لري؟»

سعيدي د طالبانو حکومت د رسمیت پيژندلو په لار کې بل پروت خنډ د ملګرو ملتونو د پنځه کاله مخکې فیصلې یادونه کوي: »ملګرو ملتونو پنځه کاله مخکې فیصله وکړه، په راتلونکې کې په دنیا کې هر حکومت چې د کودتا یا د زور له لارې قدرت ترلاسه کوي، یعنې د انتخاباتو له لار نه وي، دنیا به ېې په رسمیت نه پيژني.«

سعيدي د میانمار د اوسني نظام یادونه وکړه چې درې کاله مخکې د کودتا له طریقه قدرت ته رسيدلی اما تر اوسه په رسمیت نه دی پيژندل شوی. هغه د طالبانو حکومت هم ورته بولي چې په وینا ېې په داسې یو وضعیت کې دنیا طالبان په رسمیت نه شي پيژندلی.

اما طالب چارواکي بيا په خپلو خبرو کې ډاډ څرګندوي چې دوی د نړيوالو له خوا رسميت پيژندلو ته نژدې شوي دي. طالبانو په دې لړ کې د نړیوالو د مهمو غوښتنو پر وړاندې هم ځينې شنه څراغونه ښودلي دي. له هغې ډلې يې د مارچ میاشتې په پای کې د نجونو او هلکانو د ټولو ښونځيو فعالیدو ته خوشبينه ښودلې ده. طالبانو د دفاع وزارت يوه لوړپوړي چاروکي لطیف الله حکيمي دویچه ویله ته وويل: »د ښوونځيو د فعالیدو مسئله نوره حل شوې ده او د بحث وړ نه ده.»

طالبانو دغه راز په وروستیو کې څلور تنه لادرکه شوې يا نيول شوې افغان فعالې مېرنې هم بیرته آزاده کړې. په کابل کې د دغو مېرمنو لادرکه کيدل د طالبانو پر وړاندې نړیوال غبرګونونه راوپارول. طالبانو د رسميت پيژندلو د حاصلولو له پاره تر اوسه ډير بهرني سفرونه هم کړي دي.

محمد کریم صالح د آلمان په بن ښار کې د دویچه ویله خبریال