1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمران خان: د بن لادن په موندلو کې آی ايس آی مرسته کړې

۱۳۹۸ مرداد ۱, سه‌شنبه

د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي دي چې د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن په موندلو کې د پاکستان استخباراتي ادارې آی ايس آی له امريکا سره مرسته کړې وه. عمران خان دا خبره د امریکا د سفر پر وخت په واشنگټن کې کړې ده.

https://p.dw.com/p/3MbWk
Eiman al-Sawahiri und Osama bin Laden
انځور: picture-alliance/dpa/Ausaf

د فرانسې خبري آژانس په حواله د پاکستان لومړي وزير عمران خان چې دمگړۍ امريکا ته په خپل لومړي رسمي سفر تللی، په واشنگټن کې ويلي دي چې هغه عمليات چې د امريکا ځانگړو ځواکونو پکښې د پاکستان په ايبټ آباد ښار کې د القاعدې شبکې پخوانې مشر اسامه بن لادن وواژه، د هغو معلوماتو له امله ممکن شول چې د پاکستان استخباراتي ادارې آی ايس آی امريکايي چارواکو ته ورکړل.

مهمه خبره داده چې پاکستان تر اوسه تل د دې خبرې له منلو ډډه کوي چې گڼي دوی خبر وو چې بن لادن چېرته پټ دی. کله چې د ۲۰۱۱م کال د می پر دویمه نيټه د امريکايي ځواکونو په عملياتو کې بن لادن ووژل شول نو دا کار د پاکستان له پاره نه يوازې په داخلي کچه د شرم باعث شو، بلکې د واشنگټن او اسلام آباد ترمنځ په اړیکو کې د لېري والي سبب هم وگرځيد.

لومړي وزير عمران په همدې تړاو د امريکا خبري شبکې فوکس نيوز سره د يوې مرکې پر وخت د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا د پاکستان حکومت به ډاکتر شکيل افريدی آزاد کړي؟ وويل چې دا يوه «ډېره احساساتي معامله ده، ځکه چې شکيل افریدی په پاکستان کې يو جاسوس گڼل کيږي.»

شکيل افریدی
شکيل افريدی هغه ډاکتر دی چې ويل کيږي د بن لادن د پټنځای په موندلو کې یې مرسته کړې دهانځور: dapd

شکيل آفریدی هغه پاکستانی ډاکتر دی چې د سي آی آې په همکارۍ یې د واکسينو د يوه جعلي کمپاين له لارې له امريکا سره د بن لادن د پټنځای په معلومولو کې مرسته وکړه. د دې تر تائيديدو وروسته چې د ايبټ آباد ښار د پوځي چوڼۍ په سيمه کې له خپلې کورنۍ سره ميشت کس بن لادن دی، امريکا هلته پټ پوځي عملیات وکړل.

له فوکس نيوز سره په مرکه کې چې کله کوربه بريت بايیر له عمران خان څخه د بن لادن په هکله يوه بله پوښتنه وکړه نو هغه وويل: «په پاکستان کې تل موږ داسې احساس درلود چې موږ د امريکا متحدين يوو. او که موږ د بن لادن په اړه امريکا ته خبر ورکړی وو، نو بايد نیولې هم موږ وای.»

کله چې له عمران خانه وپوښتل شول چې آیا هغه دا فکر کوي چې د پاکستان د پوځ د استخباراتي ادارې آی ايس آی له خوا د دې ډېرو مهمو معلوماتو په ډاگه کیدو وروسته، د دې ادارې په اړه ډېره نااميدي پېدا شوې وه، نوموړي وويل: «دا آی ايس آی وه چې امريکا ته یې دا معلومات ورکړي ول چې له امله یې دا خبره روښانه شوه چې بن لادن په کوم ځای کې پټ دی.» عمران خان زياته کړه: «که چېرې تاسې له سي آی آې څخه وپوښتئ نو هغوی به همدا وايي چې د پاکستان استخباراتي اداره هم هغه اداره وه چې د تليفوني تماس له لارې یې لومړی خبر(امريکايي چارواکو ته) ورکړی وو چې بن لادن چېرته پټ شوی دی.»

په پاکستان کې د بن لادن پخوانی کور
د پاکستان په ايبټ آباد کې د بن لادن کور چې بيا وروسته ونړول شوانځور: picture-alliance/dpa

په دې اړه په خپل يوه مفصل رپوټ کې د فرانسې خبري آژنس لیکلي دي چې د پاکستان د لومړي وزير تر دې ادعاو وروسته هم دا خبره واضح نه ده چې په اصل کې امريکا ته د کومو معلوماتو د ورکړې خبره کوي. عمران خان هم په دې اړه نور جزيات نه دي ورکړي.

«پاکستان احتمالاً د بن لادن په پټنځای خبر وو»

که څه هم چې پاکستان اوس په رسمي توگه دا ډول ادعاوې ردوي چې گڼي پاکستاني چارواکي دي خبر ول چې بن لادن په پاکستان کې دی، خو د آی ايس آی يوه پخواني مشر اسد دراني په ۲۰۱۵م کال کې د الجزيره تلويزيوني شبکې ته ويلي ول چې د پاکستان استخباراتي اداره غالباً پوهېدله چې اسامه بن لادن چېرته دی او د القاعدې د دغه مشر تر وژل کیدو پورې پاکستاني چارواکو دا تمه لرله چې کیدای شي د بن لادن نيونه د امريکا سره د مذاکراتو پر وخت د يوه «چپ» په توگه په خپله گټه وکارولی شي.

bs/nz (afp)