1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمران خان: امريکا بې بريده پاکستان خپل «غلام» کړ

۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۶, دوشنبه

د پاکستان پخواني لومړي وزير ويلي دي چي امريکا متحده ايالاتو بېله حملې څخه پاکستان خپل «غلام» کړی دی. د هغه په وينا بلاول بوټو د خپل امريکايي سيال سره د برابرۍ له دريځه د خبرو جرأت نه لري.

https://p.dw.com/p/4BMFX
Pakistan | Imran Khan Demonstration in Lahore
انځور: K.M. Chaudary/AP Photo/picture alliance

د پاکستان پخواني لومړي وزير او د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان د يکشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د می ۱۵مه نېټه) يو ځل بيا د پاکستان پر برحال د باندنيو چارو پر وزير بلاول بوټو او د هغه پر پلار او پخواني ولسمشر آصف علي زرداري د اختلاس تورونه ولګول.

د رسنيو د راپورونو له مخي عمران خان وويل چي «راتلونکې اونۍ چي کله بلاول بوټو د امريکا متحده ايالاتو په سفر ورسي او هلته د باندنيو چارو د وزير انتوني بلنکن سره ملاقات وکړي، نو د دې له پاره چي زه (عمران خان) بيا پر واک رانسم، له هغه څخه به د پيسو د خيرات سوال وکړي.»

عمران خان يادي څرګندونې د پاکستان په فيصل آباد سيمه کي و يوې عامې غونډي ته د وينا پر وخت وکړې. د هغه په وينا «بلاول بوټو په پورته سترګو لا د بلنکن سره د خبرو کولو جرأت نه لري ولي چي د امريکا خارجه وزير په ښه توګه له دې آګاه دی چي بلاول او د هغه پلار آصف خپلې شتمنۍ چيري او په کومو ځايونو کي پټي ساتلي دي.»

Pakistan | Imran Khan Demonstration in Lahore

د پاکستان پخواني وزير عمران خان وويل: «دا چي د بلاول ټولې شتمنۍ له هيواد څخه دباندي جمع دي، له همدې کبله هغه نسي کولای چي د امريکا متحده ايالات ناراض کړي، که نو هر څه له لاسه ورکولای سي.»

عمران خان وويل چي امريکا متحده ايالات بېله خپلې ګټي له هيڅ هيواد سره مرسته نه کوي. د خان په وينا امريکا به له پاکستان څخه هم د مرستو په بدل کي غوښتني ولري. هغه وويل: «امريکا به پاکستان ته ووايي چي د فلسطين په هکله خبري کول پرېږده.»

د تحريک انصاف ګوند دغه مشر وويل چي امريکا هند دې ته نسي مجبوره کولای چي هند يې شرايط ومني، په وينا يې دا ځکه ولي چي هند يو آزاد هيواد دی.

عمران خان راټولو سوو په لوی شمير خپلو پلويانو ته د وينا پر وخت وويل: «امريکا بېله دې چي پر پاکستان بريد وکړي، هغه يې خپل غلام جوړ کړی دی. ليکن د پاکستان ولس به هيڅکله دا ډول وارد سوی حکومت نه ومني.»

عمران خان خپلو پلويانو ته وويل چي ورته ګواښونه موجود دي. له هغه مخکي عمران خان په سيالکوټ کي د وينا پر وخت ويلي ول چي د قتل له پاره يې سازشونه سوي دي او په وينا يې ورسره يوه داسي ويډيو سته چي پکښي د ټولو هغو کسانو نومونه راغلي دي چي د ده د قتل له پاره په سازش کي برخه وال دي. نوموړي ويلي ول چي که ورباندي څه وسول نو به دغه ويډيو خپره کړله سي.

ډ.ا./ا.ا./ن.ز.