1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمران خان: افغان طالبان بايد په ټاکنو کي گډون وکړي

۱۳۹۸ مرداد ۲, چهارشنبه

د اسلام آباد او واشنګټن ترمنځ تر کلونو خرابو اړیکو وروسته، د پاکستان لومړي وزیر له ترمپ سره تر لیدنې وروسته وویل چې دوی دواړه ګډ موقف لري او هڅه کوي چې طالبان له افغان حکومت سره د خبرو میز ته کښېنوي.

https://p.dw.com/p/3Mdsb
US-Präsident Donald J. Trump empfängt den pakistanischen Ministerpräsidenten Imran Khan
انځور: picture-alliance

د واشنگټن او اسلام آباد تر منځ له کلونو راهیسې اړیکې ترینګلي وې، خو په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر ترمپ او لومړي وزیر عمران خان تر ملاقات وروسته، عمران خان ویلي دي چې هغه او ولسمشر ترمپ اوس ګډ موقف لري. عمران خان همدا راز ویلي دي چې هڅه به وکړي څو د افغانستان د جګړې د پای له پاره طالبان له افغان حکومت سره د خبرو میز ته کښینوي.

اوسمهال هم طالبان له امریکا متحده ایالاتو سره په مستقیمو خبرو بوخت دي خو یادې ډلې تل له افغان حکومت سره د مستقیمو خبرو کول رد کړي دي. په داسې حال کې چې افغانان د خپل راتلونکې د ټاکلو په برخه کې د پاکستان پر ښکیلتیا انتقاد کوي، خو د پاکستان لومړی وزیر وايي چې طالبان باید په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې چې د روان میلادي کال په سپتمبر میاشت کې ترسره کیږي، ګډون وکړي.

عمران خان له افغان حکومت سره د طالبانو د کښینولو په هکله وویل: «دا کار آسانه نه دی او دا کار به آسانه هم نه وي.» عمران خان همدا راز وویل چې څو میاشتې وړاندې د طالبانو پلاوي له نوموړي سره د ملاقات غوښتنه هم کړې وه. نوموړی د دې کار دلیل خپل هغه موقف ګڼي چې وايي د افغانستان ستونزه د جګړې له لاري نه شي حل کیدلی. د نوموړي په خبره هغه مهال یې له طالبانو سره ځکه و نه کتل چي د افغان حکومت خوښه نه وه.

Bildkombo Aschraf Ghani und Imran Khan
انځور: Imago Images/Xinhua/D. Balibouse//A. Kamal

د پاکستان لومړی وزیر اوس وايي چې هغه له ولسمشر غني سره خبرې کړي دي او دا چې پاکستان ته په بیرته تګ سره به له طالبانو سره اړیکي ونیسي.

عمران خان په واشنګټن کې د امریکا د سولې په انستیتوت کې د خبرو پرمهال وویل: «اوس به زه له طالبانو سره ملاقات وکړم او هڅه به وکړم چې هغوی له افغان حکومت سره د خبرو میز ته کښینوم.»

نوموړي همدا راز زیاته کړه چې په افغانستان کې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې باید ټول شموله وي داسې چې طالبان هم وکولی شي پکې ګډون وکړي.