1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

«علايم د کرونا وي، خو تشخيص يې محرقه راووځي»

۱۳۹۹ خرداد ۱۲, دوشنبه

د افغانستان په لویدیځو ولایتونو کې د کرونا ویروس مشکوک ناروغان یا په دغه ویروس احتمالي اخته کسان په یو شمیر کلینکونو کې د دغې ناروغۍ له ناسم تشخیص څخه شکایت کوي.

https://p.dw.com/p/3d6xF
Corona-Virus in Kandahar Afghanistan
آرشیف انځورانځور: DW/M. Ibrahim

د افغانستان په لویدیځو ولایتونو کې د کرونا ویروس مشکوک ناروغان یا په دغه ویروس اخته کسان وایي چې په بدن کې یې د دغي ناروغۍ د علایمو تبې، سر دردي او نفس تنګې پر ښکاره کیدو سربیره هم چې کله صحي مرکزونو ته مراجعه کوي نو د محرقې ناروغۍ پکښې تشخیصیږي.

د غور ولایت یو تن اوسیدونکی عبدالله، وایي: «له یوې اوونۍ راهیسې د کرونا ناروغۍ له علایمو سره مخ شوم، خو د کرونا ویروس د ازمایښت د امکاناتو د نشتوالي له کبله اړ شوم چې داخله ډاکټر ته ورشم. خو ډاکټر راته پرته له کومې ازموینې وویل چې په محرقه اخته شوی یې او د محرقې دوا یې راکړه. اوس مې له ناروغۍ دوې اوونۍ تیریږي خو روغ شوی نه یم.»

د کووید-۱۹، ناروغۍ د ازمایښتي امکاناتو کمښت د افغانستان په لویدیځو ولایتونو کې ستونزه ګرځیدلې، ځکه چې په هرات، فراه او بادغیس ولایتونو کې هم ناروغان له ننګونو سره مخامخ دي.

عبدالستار او محمد صدیق چې د هرات او فراه ولایت اوسیدونکي دي، وایي چې د لابراتوارونو او د کووید- ۱۹، ناروغۍ د تشخیص له پاره د ازمایښتي امکاناتو کمبود ورته یوه ستونزه ګرځیدلې ده.

د هغوی په خبره هر ډاکټر د خپلې پوهې له مخې، ناروغانو ته یوه ناروغي تشخیصوي چې بې له شکه دغه ډول درملنې د ناروغانو پر روغتیا منفي اغیز کړی.

هغوی د عامې روغتیا له وزارت څخه غواړي چې د افغانستان په لویدیځو ولایتو کې په صحي مرکزونو کې د وړاندې کیدونکو خدماتو نظارت وکړي، څو د دغه ډول مواردو مخنیوی وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د هرات، غور او بادغیس ولایتونو د روغتیا ریاست چارواکي وايي چې تر اوسه له دغه ډول شکایتونو سره نه دي مخامخ شوي.

د بادغیس او غور ولایتونو د روغتیا ریئسان عبدالطیف روستایي او جمعه ګل یعقوبي وایي چې د افغانستان په لویدیځه حوزه کې د کرونا ویروس له خپریدو راهیسې د صحت عامې د ادارو له خوا په دغو ولایتونو کې ځانګړي تدابیر نیول شوي دي.

د هغوی په خبره هغه کسان چې د کرونا علایم ولري، د قرنطین سپارښتنه ورته کیږي او د کرونا ویروس د تداوۍ له پاره به ورته د اړتیا وړ دارو درمل ورکړل شي.

خو د هرات ولایت د روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شیرزی، وایي چې په افغانستان کې د محرقې فصلي ناروغۍ شیوع، چې کرونا ته ورته علایم لري، د خلکو او صحي مسئولینو د اندیښنې سبب ګرځیدلې.

د محمد رفیق شیرزي، په خبره که چیرې د ولسوالیو په سطحه ډاکټران د محرقې او کرونا ناروغۍ د تشخیص په برخه کې د امکاناتو له کمبود سره مخامخ وي، کولای شي ناروغان د کووید-۱۹، ناروغۍ اختصاصی کلینکونو ته ورولیږي، څو د هغوی د درملنې او ناروغۍ د تشخیص په برخه کې ګام واخیستل شي.