1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عطا محمد نور د عبدالله د بریا اعلان ته غبرګون وښود

مسعود جهش
۱۳۹۸ مهر ۸, دوشنبه

د بلخ ولایت پخواني والي او د عبدالله عبدالله پخواني متحد عطا محمد نور، د عبدالله له خوا په ټاکنو کې د بریا اعلان په غیر مستقیم ډول رد کړی او هغه یې د اجراییه ریاست د ترلاسه کولو یو هڅه بللې ده.

https://p.dw.com/p/3QV9P
Gouverneur der Provinz Balkh in Afghanistan Atta Mohammad Noor
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai

داسې ښکاري چې د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور، او د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، تر منځ اړیکې لا هم ترینګلې دي. په داسې حال کې چې عبدالله د سه شنبې په ورځ په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې د بریا ادعا وکړه، عطا محمد نور، که څه د عبدالله نوم وا نه خیست، خو په یوه فیسبوکي پیغام کې يې د بریا دغه اعلان رد کړ.

نور پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي دي: «د مهرباني له مخې د څلورم ځل له پاره په راتلونکو پنځو کلونو کې د ټاکنو له پاره چمتو شئ او خپل بخت وآزمویي.»

د نور اشاره ښايي عبدالله ته وي چې په ۲۰۰۹، ۲۰۱۴ او ۲۰۱۹ کلونو کې د ولسمشریزو ټاکنو نوماند وو خو په دې ټاکنو کې بریالی شوی نه دی. نور په خپل پیغام کې وړاندې لیکلي دي: «په خواشیني له غمه ډکو څیرو او رنګ وایي چې موږ بریالي یو. عجب!»

که څه هم لا د افغانستان د ټاکنو کمیسیون تر اوسه پورې د ټولو مرکزونو شمیرې نه دي ترلاسه کړي، په ولسمشریزو ټاکنو کې نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله، د دوشنبې په ورځ وویل چې د ده په مشري ډله بریالۍ شوې او ټاکنې دویم پړاو ته نه ځي. هغه وویل: «په اوسني وضعیت کې به ټاکنې دویم دور ته ولاړې نه شي او د ثبات او همګرایي تیم به راتلونکي حکومت جوړ کړي.»

خو عطا محمد نور ښايي د عبدالله دې اعلان ته په اشارې سره ویلي: «د اجرائیه ریاست د ترلاسه کولو له پاره ملت نور واټونو ته د راوتلو حوصله نه لري.»

په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې هم ښاغلي عبدالله عبدالله د بریا ادعا کړې وه. هغه وخت یې عطا محمد نور د پلویانو په ډله کې وو. تر ډیرو جنجالونو وروسته او افغانستان ته د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو پخواني وزیر تر راتلو وروسته بیا عبدالله عبدالله، له خپلې ادعا پر شا شو او د هغه د ټاکنو له بل نوماند اشرف غني، سره یې په ګډه د ملي یووالي حکومت جوړ کړ. په دې حکومت کې اشرف غني ولسمشر او عبدالله عبدالله اجرائیه رئیس وو.

عطا محمد نور د ټاکنیزو مبارزاتو په پیل کې خپل ملاتړ له حنیف اتمر څخه اعلان کړی وو. خو د اتمر په مشرتوب دغه انتخاباتي ډله سره وپاشل شوه او ځيني غړي یې له نورو انتخاباتي ډلو سره یو ځای شول. پخپله نور لا تر اوسه پورې په رسمي توګه خپل ملاتړ له کومې ډلې نه دی اعلان کړی.

لا تر اوسه پورې د ټاکنو د پایلې رسمي اعلان ته ډیر وخت پاتې دی. تر عبدالله مخکې یو شمیر نورو نوماندانو هم د دې ټاکنو د ګټلو ادعا کړې وه.

د ټاکنو بل نوماند ګلبدین حکمتیار، له ځايي رسنیو سره په مرکو کې ویلي ول چې که درغلۍ و نه شي نو دی د ټاکنو اصلي ګټونکی دی. بل نوماند حکیم تورسن، خو لا تر ټاکنو مخکې ویلي ول چې همدی د افغانستان ولسمشر دی.