1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزممنځنی ختیځ

عراق: د امریکا په مشرۍ د ائتلاف جنګي ماموریت ختمیږي

۱۴۰۰ آذر ۲۰, شنبه

عراق ویلي چې د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ د نړیوال پوځي ائتلاف جنګي سرتیري به د روانې میاشتې په پای کې له دې هیواد څخه ووځي. په عراق کې دغه پوځي ائتلاف د اسلامي دولت یا داعش ډلې پر ضد جګړه کوله.

https://p.dw.com/p/447sW
Irak Beiji | US Soldaten | 1st Battalion
انځور: Jewel Samad/AFP/Getty Images

د عراق د پوځ د ګډو عملیاتو د قوماندې له لوری په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې امریکا متحده ایالاتو او عراق په دې توافق کړی چې د بهرنیو هیوادونو سرتیري به له عراق څخه بهر میشت کړل شي. خبرپاڼې همدا راز په عراق کې د دغه پوځي ائتلاف د پوځي ماموریت د پای خبر هم ورکړی دی.

په عراق کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې پر وړاندې د بریا د څلورمې کلیزې سره هم مهاله، عراق همدا راز ویلي چې په دې هیواد کې میشت زیاتره بهرني ځواکونه له وړاندې نه له دې هیواده وتلي دي او دا چې یوه ډله مشاورین به د عراق د امنیتي ځواکونو د ملاتړ له پاره د جنګي سرتیرو پر ځای وګمارل شي. دغه خبرپاڼه د آی. ان آې په نامه د عراق د رسمي دولتي رسنۍ له لوري خپره شوې ده.

تر دې وړاندې عراق او امریکا متحده ایالاتو په دې هیواد کې د میشتو ائتلافي ځواکونو د غیر جنګي ماوریت پر پیلولو توافق کړی وو. د اسلامي دولت یا داعش ډلې له خوا د سوریې او د عراق د ګڼو شمالي سیمو تر نیولو او د خپل خلافت تر اعلان وروسته د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ دغه پوځي ائتلاف رامنځ ته شو.

له هغې مودې راهیسې که څه هم داعش ډلې ګڼ شمیر سیمې له لاسه ورکړي خو دغه ډله بیا هم په دواړو هیوادونو کې بریدونه کوي. عراق بیا په ۲۰۱۷م کال کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې پر ضد خپله بریا اعلان کړې وه.

په عراق کې د امریکا متحده ایالاتو پوځي ماموریت په خپله په عراق کې هم یوه جنجالي موضوع شمیرل کیږي ځکه تر دې وړاندې په ۲۰۰۳م کال کې امریکا متحده ا یالاتو پر عراق د یوه پوځي یرغل مشري کړې وه. په عین وخت کې د تیر کال راهیسې، ایران له یو شمیر عراقي ګوندونو او شیعه یاغیانو سره هم اړیکې نیږدې کړي او له عراق څخه د امریکايي ځواکونو د اخراج پر موضوع یې فشارونه ډیر کړي دي.

خ.ح / ن. ص