1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

عبدالله: ځیني آزاد شوي طالبان بیرته جګړې ته ورګرځیدلي

۱۳۹۹ مهر ۲, چهارشنبه

عبدالله عبدالله، ویلي دي چې ځیني بندیان چې د سولې مذاکراتو د پیلیدو له پاره د مخکیني شرط په توګه له زندانه آزاد شوي بیرته د جګړي ډګر ته ورګرځیدلي دي.د افغانستان دولت په دې وروستیو کې ۵۰۰۰ طالب بندیان له بند څخه خوشې کړي.

https://p.dw.com/p/3itca
Afghanistan Abdullah Abdullah
انځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture-alliance

د افغانستان د ملي مصالحي د عالي شورا رئیس چې د سه شنبې په ورځ يې په یوه آنلاین کنفرانس کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو اړیکو شورا ته وینا کوله، ویلي دي چې تر اوسه  په قطر کې له طالبانو سره خبرې اترې مثبتې وې. دغه راز هغه ویلي دي چې د دولت له خوا د ۵۰۰۰ آزاد شویو طالب بندیانو څخه ځینې یې بیرته د افغانستان دولت پر وړاندې د جګړې لیکو ته ستانه شوي دي.

د دغه بندیانو ازادیدل چې په سلونو کسان یې خطرناک ګڼل شوې، له متحده ایالاتو سره د طالبانو د توافقنامي لومړنې شرط وو، چې دغه ډلې د بین الافغاني خبرو اترو له پاره ايښې وو.

عبدالله عبدالله روښانه کړې: « زه پوهیږم چې ځيني [آزاد شوي طالبان] د جګړې ډګر ته ستانه شوي او دا د هغه توافقنامې نقضول دي چې هغوی کړې.»

په عین وخت کې په دوحه کې د سولې د خبرو په ترڅ کې په افغانستان کي تاو تريخوالي بيا زور اخیستی. ښاغلي عبدالله له امریکا متحده ایالاتو څخه چې له طالبانو سره د شوي توافق له لارې يې د سولې خبرو اترو ته لار هواره کړې او پاکستان چې له یاغیانو سره اړیکي لري غوښتنه کړې چې طالبانو باندې فشار راولي، څو اوربند ته غاړه کيږدې.

د ملي مصالحي د عالی شورا رئیس په دغه انلاین کنفرانس کې وړاندې وویل: «په خواشينۍ سره چې تر اوسه د تاوتريخوالي سطحه ډيره لوړه ده، چې خلکو ته د منلو وړ نه ده. زه له طالبانو او دغه راز د ټولو ښکيلو اړخونو چې پر طالبانو هر ډول نفوذ لري، خپله غوښتنه بیا تکراروم چې په دې برخه کی پر طالبانو فشار راولي.»

عبدالله عبدالله ویلي چې په پام کې لري په راتلونکو ورځو کې پاکستان ته سفر وکړې.