1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عبدالله: ترمپ د طالبانو موقف پياوړی کړی دی

۱۳۹۹ مهر ۲۴, پنجشنبه

د دونالد ترمپ هغه ټويټ چې امریکا به تر کريسمسه پورې ټول ځواکونه له افغانستانه باسي، د طالبانو دريځ په مذاکراتو کې قوي کړی دی. دغه خبره د مصالحې شورا مشر عبدالله د فايننشل ټايمز ورځپاڼې ته کړې ده.

https://p.dw.com/p/3jyaW
Afghanistan, Kabul I Abdullah Abdullah
انځور: Sayed Khodaiberdi Sadat/AA/picture-alliance

ترمپ دغه ټويټ‌ تېره اوونۍ يوازې يو ساعته وروسته له هغه کړی وو، چې د ملي امنيت مشاور يې ويلي ول چې واشنګټن به خپل ځواکونه د راتلونکي کال په اوايلو کې ۲۵۰۰ سرتېرو ته راکم کړي. طالبانو د دغه اعلان هر کلی کړی دی.

عبدالله عبدالله چې د ملي مصالحې شورا مشر دی د پنجشنبې په ورځ په فايننشل ټايمز ورځپاڼه کې خپره شوې يوې مرکې کې ويلي دي چې په دې اړه «هيچا هيڅ وضاحت نه دی ورکړی.»

د هغه په خبره طالبان «ښايي دغه خبره د خپل ځان په نفع وبولي» او په زور بېرته راستانه شي. په داسې حال کې چې امريکا ووځي.

د متحده ايالاتو او طالبانو تر منځ د فبرورۍ مياشتې په تړون کې راغلي دي چې بهرني ځواکونه به د ۲۰۲۱م کال تر می مياشتې پورې له افغاسنتان څخه ووځي چې په بدل کې به طالبان د ترهګرۍ ضد ضمانتونه ورکوي. همداراز به د دايمي اوربند په هکله او له افغان حکومت سره د قدرت د وېشلو په يوې تګلارې باندې بحث او مذاکرات هم وکړي.

متحده ايالاتو پر طالبانو تازه بمبارۍ کړې دي

خو په دغه اوونۍ کې متحده ايالاتو په هلمند کې د طالبانو پر ضد په هوايي بريدونو کې برخه واخيسته. ديپلوماتانو او چارواکو خبرداری ورکړی دی چې د تاوتريخوالي زياتېدل هغه اعتبار ګواښي چې په دوحه کې د سولې پر سر د برياليو مذاکراتو له پاره ورته اړتيا ليدل کيږي.

په دې نيت چې مذاکرات به لا دوام لري، د طالبانو يوه وياند او د افغان حکومت يوه مرکچي دواړو د چهارشنبې په ورځ‌ بيا وويل چې له لږ ځنډ وروسته يې ځينو مرکچيانو سره ليدلي دي څو پر جنجالي موضوعاتو باندې بحث وکړي او «حل لارې يې وړاندې» کړي. عمر وړائچ، چې د امنستي انترنېنشل يا د بخښنې نړيوال سازمان د سويلي آسيا د ‌څانګې مشر دی، په يوه بيانيه کې ويلي دي چې حاکم وضعيت ښايي لا پسې خراب شي،‌‌ په داسې حال کې چې په زرونو خلک د جګړو له کبله بند پاتې شوې وي.‌ نوموړي دا هم وويل چې دواړو ښکېل لوري بايد د دې تضمين وکړي چې ملکي کسان وژغورل او امکان ورکړل شي چې د جګړې له ساحو څخه ووځي څو د يوه بشري ناورين مخه ونيول شي.