1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طلوع ټلويزیون د يو سخت او ناڅرګند برخلیک سره مخ دی

۱۴۰۰ شهریور ۱۳, شنبه

د طالبانو له خوا د کابل تر نیولو وروسته په افغانستان کې تر ټولو ډیر طلوع ټلويزیوني چینل د یو سخت تصمیم سره مخامخ کړی دی، چې آیا خپل فعالیت ته ادامه ورکړي او که یې وتړي؟

https://p.dw.com/p/3zuXj
Das Logo von Tolo News

طالبانو د اګست میاشتې په ۱۵مه د نورو ولايتونو په ادامې کابل هم ونیوه. تر شل کاله وروسته د طالبانو بیرته راګرځيدل په افغان رسنیو کې ويره خپره کړې ده. په افغانستان کې تر ټولو لوی خصوصي ټلویزيوني چینل، طلوع که څه هم تر اوسه پوري خپل نشرات جاري ساتلي، خو د نورو خصوصي راډيوګانو او تلويزيونو په څير اوس د يو سخت او نامعلوم برخليک سره مخ دی. د طالبانو د واکمنۍ پر وخت په ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ټلویزيوني چینلونو فعالیتونه بند وه. دغې ډلې تر هغه وروسته د خپلې شل کلنۍ جګړې پر مهال هم خبريالان وژلي او تهدید کړي يې دي.

د طلوع تلویزيون رییس، لطف الله نجفي زاده د فرانسې خبري آژانس ته ويلي چې د طالبانو تصرف، «موږ په یو ډير ډير سخت حالت کې اچولي یو...چې آیا خپل کار ته ادامه ورکړو او که نه.» نجفي زاده زیاته کړه: «د یوې ۲۴ ساعته خپروني پر مهال موږ حتی یو ساعت وخت نه درلودی، چې لږ تفريح وکړو او پر خپل کار باندي تجدید نظر وکړو.»

هغه وويل چې طلوع د خپلې دندې پر اساس خبري پوښښ ته ادامه ورکړې خو که چیري خپل فعالیت متوقف کړي، په هغه صورت کې به بیا د طالبانو سره د هغه د بیرته فعاله کولو پخاطر مذاکرات «تقریباْ ناممکنه» وي.

د طالبانو رهبرانو له رسنيو غوښتي چې خپلو نشراتو ته په نورماله توګه ادامه ورکړي. حتی د طالبانو یو مشر په طلوع نیوز چينل کې د يوې ښځینه خبريالې سره مرکه وکړه چې دې سره خلکو ته داسې پيغام ورکړل شو چې طالبان د پخوا په پرتله اوس نرم شوي دي. خو د رسنيو په ګډون اکثره افغانان بيا پر دغې خبرې لا قانع نه دي. داسې شکونه هم پیدا شوي چې ګواکې طالبان د خپلو ژمنو پر وړاندې صادق نه دي.

د فرانسې خبري آژانس د طلوع تلويزيون د اجرائيه مدیر، سعد محسني له قوله ليکي: «موږ ویره لرو، که صادقانه ووایم مو خپه يو.» محسنې له دوبۍ څخه دغه خبرې د خبريالانو د ملاتړ کميټې سره کړي دي. هغه زیاته کړې: «هر يو [د طلوع کارکونکي] شپې په بيخوبۍ سره تیروي، خو څه چې لیدونکي يې ګوري هغه بیا دومره متفاوته نه ښکاري.»