شخړي
طالبانو یو ځل بیا د سولي خبري رد کړې
۱۳۹۷ تیر ۱۵, جمعهاعلان
طالبانو د جمعې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره یو ځل بیا له افغان حکومت سره د سولې د خبرو اترو وړاندیز رد کړی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، په دې اعلامیه کې ویلي دي چې طالبان په هغه صورت کې چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې حضور ولري، د سولې له خبرو اترو سره لیوالتیا نه لري.
مجاهد د افغانستان د سولې عالي شورا له خوا تیره میاشت خپري شوې اعلامیې ته په اشاره سره دغه څرګندونې کړې دي. هغه په دې اعلامیه کې خپله هغه ادعا تکرار کړې ده چې د افغان حکومت چارواکي د بهرنیو لاس پوڅې دي.
طالبانو په وروستیو کلونو کې له امریکایي چارواکو سره د مستقیمو خبرو اترو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی دی چې له افغان چارواکو سره به و نه غږیږي. خو امریکایي چارواکي بیا وايي چې د سولې بهیر باید د افغانانو تر منځ او د افغانانو په مشرتوب وي.