تروريزم
طالبانو په هلمند کې پر پوځي اډه بريد تائيد کړی دی
۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۵, دوشنبهاعلان
د هلمند په دغه پوځي اډه کې چې طالبانو پرې د بريد کولو پړه منلې ده، دافغان ملي اردو او استخباراتو لږ تر لږه ۱۵۰ تنه منصوبين ميشت دي.
د طالبانو او همدا راز د حکومت له خوا ويل شوي چې پر دغه پوځي اډه بمي بريد يکشنبه (د ۲۰۲۰ کال د می ۳يمه) د شپې شوی دی.
د وسله والو طالبانو يوه وياند قاري يوسف احمدي په يوه اعلاميه کې ويلي: «په بريد کې د دښمن ځواک په لسهاو غړي وژل شوي او ټيپان شوي دي.»