1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په هرات کې د بهزاد هنري مرکز تړلی

۱۴۰۲ شهریور ۱۵, چهارشنبه

په هرات کې د بهزاد هنري مرکز مسوولین وايي چې طالبانو په یوه روزنیز ټولګي کې د دوو نجونو د شتون له امله دغه هنري مرکز تړلی دی.

https://p.dw.com/p/4W1Ra
هرات: د انځورونو نندارتون
هرات: د انځورونو نندارتونانځور: Karimi/DW

په افغانستان کې په روزنیزو مرکزونو کې د ښځو د حضور له کبله د دغو مرکزونو د تړلو په دوام، د سه شنبې په ورځ د طالبانو دامربالمعروفاو نهی عن المنکر ریاست په هرات ولایت کې د استاد کمال الدین بهزاد هنري مرکز هم وتړه.

د دې مرکز مسؤل محمد ابراهیم حبیبي ویلي دي چې طالبانو د خطاطۍ په ټولګي کې د دوو نجونو د ګډون له امله دا مرکز تړلی دی.

هغه په ژغوني غږ سره وویل: »د بهزاد هنري مرکز چې په افغانستان کې یو ستر اکادمیک هنري مرکز دی، د اسلامي امارت د ځواکونو لخوا د خطاطۍ په ټولګي کې د دوو نجونو د شتون له امله وتړل شو.«

هغه زياته کړه، چې دغو دوو نجونو له ده چې سپین ږیری هم دی خطاطي زده کوله.

د هغه په ​​وينا، دغه هنري مرکز له څلوېښتو کلونو راهيسې د اسلامي هنرونو په برخه کې فعالیت کوي.

په هرات ولایت کې دطالبانو سیمه ییزو چارواکو د دغه هنري مرکز د تړلو په اړه څه نه دي ویلي. د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت هم په دې اړه له معلوماتو ورکولو ډډه وکړه.

دغه هنري مرکز د کلونو را په دې خوا د میناتورۍ، خطاطۍ او نقاشۍ په برخو کې ګڼ شمېر زده کوونکي روزلي دي. د کمال الدین بهزاد نګارستان د هنر، په ځانګړې توګه نقاشۍ، خطاطۍ او د یوشمیر نورو فرهنګي آثارو د ملاتړ په موخه جوړ شوی دی.

دا په وروستیو اونیو کې دوهم ځل دی چې د طالبانو له لوري هغه خصوصي مرکزونه تړل کیږې چې پکې نجوني په زده کړه بوختي دي.

سیمه ییزو رسنیو خبر ورکړی دی چې په وروستیو اونیو کې طالبانو په غزني ولایت کې هم دوه خصوصي ښوونیز مرکزونه د ښځینه زده کوونکو د شتون له امله تړلي دي.

په افغانستان کې طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې پر ښځو او نجونو ډیر محدودیتونه وضعه کړي دي. هغوې نجونې او ښځې له کار کولو او زده کړو منع او تفریحي پارکونو ته یې له ورتګ څخه هم محرومه کړي دي.

طالبانو په وروستیو کې د نجونو پر مخ د حرفوي زده کړو د مرکزونو دروازي هم وتړلې او خبرداری یې ورکړی چې نجوني دا رنګه مرکزونو ته د ورتګ اجازه نه لري.