1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

طالبانو په مشروط ډول بین الافغاني مذاکراتو ته چمتووالی ښوولی

۱۳۹۹ مرداد ۳, جمعه

طالبانو ویلي دي چې له اختر وروسته بین الافغاني مذاکراتو پیلولو ته چمتو دي خو په دې شرط چې د بندیانو د خلاصولو پروسه بشپړه شوي وي.

https://p.dw.com/p/3fqhO
Suhail Shaheen
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Zemlianichenko

د فرانسې خبري آژانس په قطر کې د طالبانو د دفتر د ویاند سهیل شاهین له قوله لیکلي دي چې دوی چمتو دي چې تر لوی اختره د مقابل لوري (افغان حکومت) بندیان «په دې شرط خوشي کړي چې زموږ پاتې بندیان هم د لېست سره سم راخلاص شي.»

سهیل شاهین په خپل ټویټ کې وړاندې لیکلي دي چې د بندیانو د پروسې تر بشپړیدو وروسته دوی چمتو دي چې «له اختر وروسته پیوسته بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.»

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د بندیانو د خلاصون په پروسه کې پر پرمختګ سربیره په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده او طالبان کابو هره ورځ پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

خو د چهارشنبې په ورځ په هرات ولایت کې د افغان هوایي ځواکونو په یوه برید کې هم اته ملکیان وژل شوي دي. یوه افغان چارواکي یاد خبري آژانس ته ویلي دي چې دغه هوایي برید پر هغه غونډه شوی دی چې خلک له زندان څخه د طالبانو د یوه قوماندان د آزادیدو له پاره راټول شوي وو.

د سیمې ولسوال علي احمد فقیر یار، له فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «هوایي برید پر یوه غونډه شوی چې ملکیانو هم پکې ګډون درلود.» د هغه په خبره په برید کې اته ملکیان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

د افغانستان د ملي امنیت ویاند ویلي دي چې طالب بندیانو د آزادیدو پر مهال د جګړې ډګر ته د نه ورګرځیدو ژمنه کړې خو ځینې یې بیا هم جګړه کوي. هغه د خپل ټویټر په پیغام کې لیکلي دي: «د طالبانو د قطر دفتر باید له ژمنې سره سم، جنګ ته د بیرته ستنیدونکو آزادو شوو زندانیانو مخه ونیسي، تاوتریخوالی ودروي او مخامخ خبرې ژر تر ژره پیل کړي.»

د افغانستان د سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دغه برید غندلی وو. هغه له ټولو اړخونو غوښتي وو چې له تاوتریخوالي لاس واخلي، په ځانګړې توګه په داسې یوه وخت کې چې د بین الافغاني مذاکراتو پیلیدو ته نزدې یو.