1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په لښکرګاه کي دوکاندارن وهلي دي؛ ولي؟

۱۴۰۱ فروردین ۲۴, چهارشنبه

طالبانو په لښکرګاه کي هغه دوکانداران وهلي چي پر ښځو باندي يې شيان پلورل او دوی یې پر ښځو د شیانو له خرڅلاوه منع کړي. خو د امر بالمعروف ونهي عن المنکر وزارت بیا وايي چي ښځي يوازي له کوره وتلای سي. نو دوکانداران د چا ومني؟

https://p.dw.com/p/49u6u
Zentrum von  Lashkar Gah, Afghanistan
انځور: AFP/Getty Images/W. Kohsar

د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار د کارته لګن زنانه مارکیټ او لومړۍ امنیتې حوزې په سیمه کې بارک مارکیټ ته طالبان تیره ورځ ورغلي او دوکانداران يې په دې دليل وهلي ډبولي دي چي ولي پر هغو ښځو شیان خرڅوي چي د دوی په وینا شرعي محرم ورسره نسته.

دغو مارکیټونو ته نه یوازي د هلمند ښار له مرکز بلکي له لیري ولسوالیو څخه هم هره ورځ په سلهاوو ښځي د اړتیا وړ شیانو رانیولو له پاره ورځي.

د یادو مارکټیونو هټیوالو له دویچه ویله سره په خبرو کي وویل پرون طالبانو ځکه وهلي او دوکانونه يې ور بند کړي دي چي ولي دوی بېله شرعي محرم څخه پر ښځو سوداوي پلوري.

محمد سلیم د سیمي هغه دوه دوکانداران دي چي د طالبانو لخوا وهل سوي او زیاتوي چي زړه يې پردې خبره درد کوي چي بېله مخکنۍ خبرتیا خپرولو طالبان مارکېټ ته ورغلي او اکثره دوکانداران يې وهلي ټکولي دي.


دوی وویل: «طالبان تیره هفته هم راغلل او نن هم راغلل دوی دوکانداران له ځان سره بوتلل، زموږ د مارکېټ ۹۰سلنه سودا رانیوونکي ښځي دي. یوازي لس سلنه نارینه دلته شیان رانیسي چي د هغوی سودا رانیول زموږ مصرف نه پوره کوي. نو طالبان راځې دوی وایی ښځی باید دباندی وی موږ ورته وویل چې تاسی ټول دوکانونه بند کړی دا څه ګټه کوی همدا نن يې هم ځیني هغه دوکانداران حوزې ته بوتلل چي دوکانونه يې خلاص کړي ول.»

Afghanische Frau mit Burka
انځور: Getty Images

بي بي حلیمه پرون طالبانو وهلې ده، دا وایې طالبان اوس ښځي په ښار کې سودا اخیستلو ته نه پریږدي او ټینګار کوي چي تاسې به له محرم پرته نه راوځی: «پرون مې سودا اخیستل چې طالبان راغلل او په مارکیټ یې د دوکاندارانو دوکانونه وتړل موږ یې هم ووهلو. اوس خو موږ د یوی جوړې کالې اخیستلو له پاره هره ورځ محرم له ځان سره نه سو راوستلای.»

د طالبانو د امربالمعروف ونهي عن المنکر وزارت ویاند مولوی محمد صادق عاکف دويچه ويله ته دیادي موضوع په اړه وویل چي د حجاب کولو په صورت کي ښځي کولای سي چي بازار ته ولاړي سي.

هغه یادونه وکړه چي یوازي يې ښځو ته له کوره د راوتلو پرمهال د شرعي حجاب یادونه کړې ده: «بلې هو تیره ورځ په هلمند کې زنانه مارکیټ او بارک مارکیټونو ته زموږ کسان ورغلي ول، دوی یوازي خلکو او ښځو ته توصیه کړې چی تاسي حجاب وکړئ او وروسته سودا واخلئ، خو تر۷۸ کیلو متره پوري ټولي ښځې له محرم پرته له کوره ليري تلای سي، سودا اخیستلای سي، د خپلوانو کره تلای سي. موږ هیڅ ستونزه نه جوړو.»

په هلمند کې د امربالمعروف ونهي عن المنکر ادارې له لوري دا لومړی ځل نه دی چې د ښځو او دوکاندارانو پر وړاندي داسي تریخ چلند کیږي، بلکې څو اونۍ ترمخه هم د یادي ادارې منسوبین د قیلون څکوونکو ځایونو ته ورغلي او هغوی يې ګواښلي دي.

په ورته وخت کي يې د هیواد په نورو ولایتونو کي هم ځوانانو ته د سر وېښتانو او ږیري د شرعي ډول جوړولو او د محلي راډیوګانو د خپرونو په مهالوېشونو کي د سندرو او تفریحي خپرونو پر نه خپرولو څو واري ستونزي جوړي کړي دي.