1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په قطر کې له خلیلزاد سره خبرې پیل کړي

۱۳۹۷ بهمن ۱, دوشنبه

طالبانو ويلي چي استازو يې د امريکا له ځانگړي استازي زلمي خليلزاد سره په قطر کي لیدلي دي. طالبان دغه اعلان په میدان وردګ کې تر ۱۰۰ د ډیرو امنیتي ځواکونو تر وژلو څو ساعته وروسته وکړ.

https://p.dw.com/p/3Buel
Katar Büro der Taliban in Doha
انځور: AFP/Getty Images

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد، په يوه بیانیه کې ویلي دي: «د طالبانو او امريکايي چارواکو ترمنځ خبري اتري نن [د دوشنبې په ورځ] په قطر کي پيل شوي دي.»

خبرو اترو ته يوې نژدې سرچينې ويلي دي چي په قطر کې د طالبانو استازي، اوس په دوحه کې د سولې په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو له ځانګړي استاز زلمي خليلزاد سره، د لیدنې په حال کې دي. هغه زیاته کړې ده: «هیله شته چې دوی له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو مهالوېش او مکانيزم نهایي کړي.»

په وروستیو ورځو کې د یوه سیاسي جوړجاړي له لارې د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسولو هڅې له خنډ سره مخامخ شوې دي. امریکا متحده ایالات د طالبانو له دې دریځ سره چې نه غواړي افغان حکومت په خبرو اترو کې ښکیل کړي، مخالف دي. طالبان بیا له افغان استازو سره له لیدو انکار کوي.

په قطر کې د طالبانو او خلیلزاد تر منځ د خبرو اترو لړۍ د بیا پیلیدو خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې طالبانو د دوشنبې په ورځ په میدان وردګ ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو پر یوه مرکز باندې برید وکړ او تر ۱۰۰ ډیر ځواکونه یې ووژل.