1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په قطر کې له امریکا سره پلان سوې خبرې لغوه کړې

۱۳۹۷ دی ۱۸, سه‌شنبه

طالبانو د سه شنبې په ورځ وویل چې د روانې اوونۍ له پاره یې له امریکا متحده ایالاتو سره په قطر کې د سولې پلان شوې غونډه لغوه کړې. طالبانو ویلي دي چې غونډه د اجندا پر سر د نه تفاهم له کبله نه کیږي.

https://p.dw.com/p/3BBZv
Katar Büro der Taliban in Doha
انځور: AFP/Getty Images

په قطر کې د طالبانو یوه میشت لوړپوړي چارواکي رویترز خبري آژانس ته وویل: «دواړو اړخونو موافقه کړې ده چې په قطر کې سره و نه ویني.»

تر دې مخکې د طالبانو لوړپوړو چارواکو رویترز خبري آژانس ته ویلي ول چې په قطر کې به د چهارشنبې په ورځ له امریکایي چارواکو سره یوه دوه ورځینۍ غونډه پیل کړي. دغې ډلې په دې غونډه کې د افغان پلاوي د ګډون وړاندیزونه رد کړي ول.

په وروستیو وختونو کې د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو تر منځ مستقیمي خبرې اترې پیل شوي دي چې د واشنګټن په استازیتوب پکې لوړپوړی دیپلومات زلمی خلیلزاد ګډون کوي.