طالبانو په غور کي ولور درې نیم سوه زره افغانۍ ټاکلی
۱۴۰۱ اردیبهشت ۵, دوشنبهدا پریکړه داسې مهال تر سره کیږي چې پخوا په غور ولایت کي د ولور اندازه تر لس لکه افغانیو پورې هم رسېدلې وه.
غور د افغانستان هغه ولايت دی چې ډېر خلګ یې غربت ځپلې خو برعکس په دې ولایت کي د شته پخوانیو ریواجونو له مخي د ولور اندازه د افغانستان د ډېرو نورو ولایتونو په پرتله لوړه ده.
د دې ولایت د طالبانو د والي ویاند عبدالواحد حماس له دویچه ويله سره په خبرو کي وویل چې د دې ولایت یو شمېر علماوو او قومي مخورو د والي مولوي احمد شاه دین دوست سره تر یوې ناستي وروسته داسې یوه پریکړه کړې ده چې د ولور اندازه باید معلومه او هیڅوک حق نه لري تر ټاکل شوې اندازې پورته ولور واخلي: «بلې دا موضوع په غور کي د ځوانانو له پاره یو لویه ستونزه وه تر لس او پنځلس لکه پوري د مهريه په نوم پیسې اخیستل کیدلې علماوو د والي سره ناسته وکړه او دا پریکړه یې وکړه چې موږ یې هم بشپړ ملاتړ او د ځوانانو په ګټه بولو.»
د ښځو د حقونو فعاله مېرمن سونیتا بارکزۍ د طالبان د دې پریکړي سخت مخالفت کوي او وايي چې دوی یوه ناوړه فرهنګ ته لاره هواروي ځکه په اسلام کي د ولور په نوم هیڅ نشته او بل په دې کار سره طالبان د نجونو د پلور له پاره زمینه برابروي.
هغې زیاته کړه چې که طالبان واقعاً د ځوانانو په فکر کي دي د تعلیم زمینه دي ورته برابره کړي، ښځو ته دي د کار زمینه برابره کړي د خلګو اقتصادي وضعیت چې ښه شي د ولور په نوم دا دود له مینځه ځي اوس خو خلګ د غربت او بیوزلۍ له امله حتې واړه ماشومان پلوري: «دا ناوړه پریکړه ده چې تاسو به یې په راتلونکي کي بد عواقب وګورئ. دا نو داسې ده لکه تاسو چې انسان د یوه مادي شي سره پرتله کړی، باید درې نیم لکه افغانۍ د خسر کورته یوسې او لور یې ترې یوسې، دا نه اسلامي او نه هم انساني پریکړه ده اصلاً خو ولور په اسلام کي نشته»
که څه هم په اسلام کي ولور نه د مهريه په نوم د نجلۍ له پاره یو حق په نظر کي نیول شوې خو د افغانستان په یوشمیر سیمو په خاص ډول غور ولایت کي بیا د ولور پیسو زیاته برخه د نجلې د کورنۍ د نورو غړو جیبونو ته ځي.
د حقوقي چارو کارپوه نور آقا شینډنډوال دا د کورنیو د تفاهم موضوع یادوي او وايي چې نه باید موږ داسې یو قدم واخلو چي هغه په ټولنه کي دود شي، بلکي ښه خبره داده چې د ولور بد فرهنګ له مینځه یوسو، مهریه د نجلۍ حق او په اسلام کي ورته اشاره شوې هغه دي د نکاح له پاره په نظر کي ونیول شي: «په اوسنیو شرایطو کي د زیات ولور اخیستل اکثره ځوانان مجبوروي چې کلونه د بهرنیو هیوادونو د مزدورۍ په موخه افغانستان پریږدي، د ولور کومه اندازه چي طالبانو ټاکلې دا هم زیاته ده، ښه خبره دا ده چې اندازه ونه ټاکل شي، بلکي فرهنګ سازي وشي چې د نجلۍ او هلک کورنۍ د خپلو اولادونو د ښه ژوند له پاره د هغوی خوښي ته وګوري.»
د کارپوهانو په خبره، افغانستان یو اسلامي هیواد دی ارزښتونه یې هم باید د شریعت مطابق وي او هغه ریواجونه چې د ټولني په زیان دي باید د ټولنیز ژوند او کلتور څخه وایستل شي او یو غیري افراطي ژوند ته زمینه برابره شي.
زموږ له آرشيف څخه: