1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

طالبانو په سرپل کې د پولیسو یو قوماندان وژلی

۱۳۹۷ آذر ۱۳, سه‌شنبه

یوه افغان چارواکي ویلي دي چې طالبانو په سرپل ولایت کې د پولیسو پر یوې پوستې باندې برید کړې او د پولیسو قوماندان او یو بل افسر یې وژلي دي. طالبانو په وروستیو وختونو کې خپلو بریدونو ته زور روکړی دی.

https://p.dw.com/p/39PBG
Karte Afghanistan Provinz Sari Pul Englisch
انځور: DW

د سرپل د والي ویاند ذبیح اماني، ویلي چې برید د سه شبنې په شپه په صیاد ولسوالۍ کې رامنځ ته شوی چې په پایله کې یې څلور تنه پولیس ټپیان شوي هم دي.

د اماني په خبره د برید په پایله کې په سیمه کې په ساعتونو نښتې شوې دي چې له کبله یې طالبانو ته هم تلفات رامنځ ته شوي دي. هغه د طالبانو د تلفاتو د شمیر او د پیښې د نورو جزئیاتو په اړه معلومات ور نه کړل.

په یوه بله پیښه کې په کابل کې د نښتو له کبله چې له تیرې ورځې روانې دي د یوه خبریال او شپږ پولیسو په ګډون، اووه تنه ټپیان شوي دي. نښتې هغه وخت رامنځ ته شوې چې پولیسو د محکمې د امر پر اساس د یوه کور د خالي کولو هڅه وکړه او په کور کې میشتو کسانو وسلواله جګړه پیل کړه.

د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاهد، ویلي چې سیمې ته رسیدونکي سړکونه تړل شوي او اوس هم په سیمه کې متفرقه ډزې کیږي.