1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

«طالبانو په بادغیس کې بریښنا او مخابراتي خدمتونه قطع کړي»

۱۳۹۸ تیر ۴, سه‌شنبه

د بادغیس ولایتي شورا وايي چې طالبانو له یوې اوونۍ راهیسې د ترکمنستان وارداتي بریښنا قطع کړې او د مخابراتي شرکتونو آنتنونه یې له کاره ايستلي دي.

https://p.dw.com/p/3L4kE
Karte Afghanistan Provinz Badghis Englisch
انځور: DW

د بادغیس د ولایتي شورا غړي وایي چې طالبانو له یوې اوونۍ راهیسې د دې ولایت پر مرکز قلعه نو باندې بریښنا قطع کړې ده، او همداراز یې د روشن، افغان بیسم او ام تي ان مخابراتي شرکتونو خدمتونه هم بند کړي دي.

د بادغیس د ولایتي شورا غړي بهاوالدین قادسي، دویچه ویله ته وویل چې له نهو میاشتو راهیسې طالبانو د دې ولایت جوند ولسوالۍ ته تلونکې لارې تړلې او اجازه نه ورکوي چې دې سیمې ته خوراکي او نور توکي ورسیږي.

دغه ولسوالي د بادغیس د مرکز په ۱۶۰ کیلومترۍ کې پرته ده او شاوخوا ۲۵۰۰ اوسیدونکي لري. د بهاوالدین قادسي په خبره دغه کسان اوس له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د بادغیس د ولایتي شورا دغه غړي همداراز زیاته کړه چې د بادغیس ځايي چارواکو د خلکو تر شکایتونو وروسته د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو ته رسیدونکې لارې هم وتړلې چې طالبان یې په غبرګون کې بریښنا قطع کړه او د مخابراتي شرکتونو انتنونه یې هم فلج کړل.

قادسي زیاته کړه: «خلک په تنګ شول او پر طالبانو یې د فشار غوښتنه وکړه. د پوځي او ملکي څانګو مسئولینو پریکړه وکړه چې د طالب میشتو سیمو لارې بندې کړي. طالبانو غبرګون وښود او بریښنا او د مخابراتي شرکتونو آنتنونه یې قطع کړل.»

د ولایتي شورا دغه غړي ټینګار وکړ چې له دوشنبې ورځې راهیسې ځايي چارواکي د طالبانو له غړو سره په خبرو اترو بوخت دي چې رامنځ ته شوې ستونزه حل کړي. په دې موخه ځايي مشران هم له طالبانو سره د خبرو په موخه سیمې ته استول شوي دي.

له دې کبله چې په سیمه کې د مخابراتي شرکتونه آنتنونه کار نه کوي، په دې ونه توانیدو چې له ځايي اوسیدونکو سره په تماس کې شو. طالبانو هم لا تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

ش.ا.خ