1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو له امريکا سره د خبرو د لغو کولو گواښ کړی

۱۳۹۷ دی ۲۶, چهارشنبه

ايسوشيتد پريس خبري آژانس په حواله طالبانو د سه شنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې له امريکا سره د خبرو اترو د لغو کولو گواښ کړی دی. طالبانو پر امريکا د خبرو اترو له اجنډا څخه د اوښتو تور لگولی دی.

https://p.dw.com/p/3BcPO
Russland Friedensgespräche Afghanistan | Taliban-Delegation in Moskau
انځور: Reuters/S. Karpukhin

د طالبانو په دې تازه اعلاميه کې راغلي دي چې امريکا متحدو ايالاتو ورسره په نوامبر مياشت کې ژمنه کړې وه چې د سولې په خبرو کې به پر دوو موضوعاتو خبرې وشي: لومړۍ له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل او د دې تضمين کول چې د افغانستان خاوره به بيا د نورو هېوادونو پر ضد نه کاريږي.

په اعلاميه کې پر واشنگټن تور لگول شوی چې هڅه کوي د اجندا لمن پراخه کړي او نور موضوعات پکښې شامل کړي. دا ښايي دې ته اشاره وي چې امريکا غواړي طالبان له افغان حکومت سره مستقيمي خبرې وکړي. طالبانو په وار وار له افغان حکومت سره د خبرو اترو وړاندیز رد کړی دی.

طالبانو دا خبره په داسې حال کې کړې ده چې د افغانستان د سولې له پاره د امريکا متحدو ايالاتو ځانگړی استازی زلمی خليلزاد د افغانستان د سولې د خبرو اترو په موخه د سيمي هيوادونو ته سفرونه پيل کړي دي.

په کابل کې د امريکا سفارت د سه شنبې په سهار (۲۰۱۹ م کال د جنوري ۱۵)  ويلي ول چې خليلزاد د هند، عربي آماراتو او چين تر سفر وروسته اوس کابل ته رسيدلی دی.

په دې منځ کې د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ په انترنت پاڼه کې راغلي دي چې خليلزاد  په کابل کې د ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله او نورو سياسي مشرانو سره کتلي او د خپل سفر په هلکه يې له هغوی سره معلومات شريک کړي دي.

خليلزاد به په کابل کې تر ليدنو کتنو وروسته پاکستان ته ولاړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې همدا پرون په پاکستان کې د طالبانو د يوه لوړ پوړي مشر د نيول کيدو خبرونه ورکړل شول. ويل شوي ول چې حافظ محيب الله په پيښور کې نيول شوی وو. طالبانو چې د نوموړي د نيول کيدو خبر تائيد کړی وو، خو ويلي دي چې نوموړی بيرته آزاد شوی دی.

حافظ محيب الله په پاکستان کې د طالبانو د سياسي کميسيون غړی دی. هغه مخکې په ۱۸ ختيځو او شمالي ولايتونو کې د طالبانو د پوځي عملياتو قوماندان وو.