1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

طالبانو سلام مخابراتي شرکت ته گواښ کړی

۱۳۹۸ شهریور ۴, دوشنبه

طالبانو، سلام مخابراتي شرکت د خپل پوځي هدف په توګه اعلان کړی او ويلي دی چې آن له مشتريانو سره به يې چلن کوي. خو د مخابراتو او تکنالوژۍ وزارت بيا ويلي چې هيڅ ګواښ نشي کولای د سلام مخابراتی شبکو د فعاليت مخه ونيسي.

https://p.dw.com/p/3OVV7
Handy-Nutzung in Afghanistan Flash-Galerie neu
انځور: AP

طالبانو د دوشنبې په ورځ د یوې اعلامېې په خپرولو سره د افغانستان دولتي مخابراتي شرکت «سلام» ته جدي ګواښ کړی او دغه شرکت يې د خپل پوځي هدف په توګه اعلان کړی دی. طالبانو حتی ويلي دي چې هغه کسان چې د سلام شبکې سيم کارت لرې له هغو سره به هم چلن کوي.

په داسې حال کې چې يو شمير مخابراتي شرکتونو د افغانستان په ځينو برخو کې د طالبانو د ګواښونو په نتيجه کې خپل مخابراتي خدمتونه بند کړي، سلام يوازينې مخابراتي شرکت دی چې خپل فعاليت ته يې ادامه ورکړې ده.

د طالبانو په دغه اعلاميه کې چې د «مخابراتي شرکتونو او موسساتو د کنترول او تنظيم» په نوم  کميسيون څخه خپره شوې، پکې ويل شوي چې سلام مخابراتي شرکت پر خبرداريو سربيره، «لا هم د دغه کميسيون د اصولو سره خپل مخالفت او سرغړونو ته ادامه ورکوي.»

د طالبانو په دغې اعلاميې کې همدغه راز ويل شوي دي چې د ياد مخابراتي شرکت پايې او مرکزونه به خپل پوځي هدف وګرځوي او نوري فايبر چې سلام شبکې د انترنت د استفادې له پاره تر ځمکې لاندې تير کړی، پرې کړي. طالبانو دا هم ويلي دي چې د سلام شرکت له کارکوونکو سره به د استخباراتي ادارو د کارکوونکو په څير چلن کوي.

د طالبانو دغه ګواښ د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ غبرګون راپارولی دی. د دغه وزارت سرپرست، فهيم هاشمي په دې اړه په يوه غونډه کې وويل: «هيڅ ګواښ نشي کولای د سلام مخابراتی شبکې د فعاليت مخه ونيسي.»

طالبانو دغه راز، سلام شرکت «له استخباراتي شبکو سره» په همکارۍ تورن کړی دی.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د دغه مخابراتي شرکت او د هغه د کارکوونکو د امنيت له پاره د ځانګړو امنيتي تدابيرو د په پام کې نيولو خبرې کوي.

د دغه وزارت وياند نصرت رحيمي په دې اړه دويچه ويله ته وويل: «موږ اړوندو څانګو ته په جدي توګه دنده سپارلې ده چې هم په مرکز او هم په ولایتونو کې د سلام مخابراتي شرکت د کارکوونکو او د هغوی د آنتونو امنيت ونيسي.»

اترا يا په افغانستان کې د مخابراتي خدمتونو د تنظيم او نظارت اداره له استخباراتي ادارو سره د سلام شرکت هر ډول همکاري ردوي او زياتوي چې هيڅ داسې تمه نه کيده چې د عامه خدماتو يو سکتور دې په مستقيم ډول وګواښل شي.

د دغې ادارې سلاکار عطا محمد ياري دويچه ويله ته وويل: «موږ داسې تمه نه لرله چې په ملي کچه يو عامه سکتور ته دې دا ډول ګواښ وشي. مخابراتي خدمتونه د ټولو خلکو له پاره دي.»

د اترا ادارې دغه چارواکي وويل ټولې ډلې د مخابراتي شبکو له خدماتو، په ځانګړې توګه د سلام شبکې له هغې څخه استفاده کوي. هغه په افغانستان کې له ټولو ښکيلو خواوو څخه وغوښتل چې د دغو شبکو د کار پر وړاندې د مخالفت پر ځای له هغو ملاتړ وکړي.

ش.ا