1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وسلوالو طالبانو په فراه کې دولتي ماموران برمته کړي

۱۳۹۷ دی ۱۵, شنبه

افغان چارواکي په فراه ولايت کې د طالبانو له خوا د لږ تر لږه ۱۵ دولتي مامورينو د برمته کولو خبر ورکوي. چارواکي همداراز وايي چې سويل کې د پوځي ځواکونو په يوه عمليات کې ۱۲ تنه نور ملکيان د طالبانو له بند څخه خلاص شوي دي.

https://p.dw.com/p/3B4Gm
Afghanistan Flüchtlinge Bewohner Flucht vor Taliban
آرشیفانځور: DW/E. Mahdavi

 له کابل څخه د آلمان خبري آژانس (دي پي اې) په حواله، په دغو دواړو پيښو کې چې د افغانستان په دوو جلا ولايتونو فراه او هلمند کې رامنځ ته شوي دي، طالبان ښکيل دي. په رپوټ کې ويل شوي چې طالبانو لږ تر لږه ۱۵ تنه دولتي ماموران د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د جنورۍ ۵مه) هغه مهال په فراه ولايت کې برمته کړل چې تر هغې څو ساعته مخکې امنيتي ځواکونو په هلمند ولايت کې د يوه پوځي عمليات پر مهال د ملکيانو يوه ۱۲ کسيزه ډله د طالبانو له بند څخه خلاصه کړې وه.

د ولايتي شورا غړو هر يو خير محمد نورزي او دادالله قانع په دې اړه وويل: «دغه ماموران د فراه ښار د مرکز په اړونده سيمه کې هغه مهال چې خپلو دفترونو ته په لاره ول، د وسلوالو له خوا ونيول شول.»

چارواکي وايي چې ګومان کوي نيول شوي کسان به پشت روډ ولسوالۍ ته چې لږ تر لږه پر ۸۰ سلنه برخه يې وسلوال طالبان ولکه لري، ليږدول شوي وي.

ويل شوي چې امنيتي ځواکونو د دغو افرادو د لټون په موخه عمليات په لاره اچولي دي خو تر اوسه يې کومې پايلي معلومې نه دي.

په عين وخت د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي چې د امنيتي ځواکونو د شپني عملياتو په پایله کې لږ تر لږه ۱۲ تنه ملکيان د طالبانو له يوه زندان څخه خلاص شوي دي.

ځواک د آلمان خبري آژانس ته وويل چې دغه کسان په نهر سراج ولسوالۍ کې د ملي امنيت ادارې ځواکونو په عمليات کې له بنده خوشې شوي دي.

په رپوټ کې راغلي چې طالبانو دغه کسان افغان امنيتي ځواکونو سره د همکارۍ کولو په ګډون، په مختلفونو تورونو بنديان کړي ول. خو د هلمند د والي وياند ونه ويل چې دغه کسان څومره وخت د طالبانو په بند کې ول.

د رپوټ په حواله، افغان ځانګړو ځواکونو په ۲۰۱۸م کال کې د ژغورنې ګڼ شمير عمليات ترسره کړي چې د هغو په پايله کې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون په سلونو ملکيان د طالبانو له بنده آزاد کړي دي.

د افغان کومانډو ځواکونو انځورونه، آرشيف: