طالبانو د کار په بدل کې د غنمو ويش پروګرام په لاره اچولی
۱۴۰۰ آبان ۲, یکشنبهاعلان
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د يکشنبې په ورځ د کابل په سويل کې وويل: «دا د بېکارۍ سره د مبارزې په لار کې يو مهم ګام دی.» هغه دغه راز زیاته کړه چې کارګران باید «سخت کار وکړي.»
زياته شوې چې په دغه دوه میاشتنې پروګرام کې به ۱۱ زره او ۶۰۰ ټنه غنم په پلازمېنه او شاوخوا ۵۵ زره ټنه نور د هرات، جلال آباد، کندهار، مزارشريف او د پلخمري ښارونو په ګډون د هیواد په نورو سیمو کې د کار په بدل کې وويشل شي.
د طالبانو ویاند په خبري کنفرانس کې زیاته کړه چې دغه پروګرام به يوازې په کابل کې ۴۰ زره نارینه تر پوښښ لاندې ولري.
په کابل کې به په دغه پروګرام کې هغه کارګران هم شامل وي چې له وچکالۍ سره د مبارزې په موخه، د تپو پر سر د واورې او بارانونو له پاره د اوبو ذخیرې جوړوي او کانالونه کیندي.