1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د پکتیا په ورزشي لوبغالي کې یو سړی قصاص کړ

۱۴۰۳ آبان ۲۳, چهارشنبه

طالبانو نن چهارشنبه د پکتیا ولایت د مرکز ګرديز ښار په سپورټي لوبغالي کې پر یو سړي د قصاص حکم عملي کړ. د طالبانو سترې محکمې ويلي دي چې دغه سړی د «عمدي قتل» په تور مجرم پېژندل شوی وو او په عام محضر کې اعدام شو.

https://p.dw.com/p/4mx9J
آرشیف - په کابل کې یو ورزشي لوبغالي کې د اعدام مراسمو نندارې ته راغلي خلک
آرشیف - طالبانو نن چهارشنبه د پکتیا ولایت د مرکز ګرديز ښار په سپورټي لوبغالي کې پر یو سړي د قصاص حکم عملي کړانځور: Mario Tama/Getty Images

طالبانو د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د نومبر ۱۳) د پکتیا ولایت په یو ورزشي لوبغالي کې پر یو تن په عام محضر کې د قصاص حکم عملي او د ټوپک په ډزو ېې اعدام کړ.

طالب چارواکو له اعدام یوه ورځ مخکې ماښام خلکو ته د ټولنیزو رسنیو له لارې بلنه ورکړې وه چې د قصاص له حکم څخه د کتنې له پاره د ګردیز ښار ورزشي لوبغالي ته ورشي.

د طالبانو سترې محکمې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي دي چې د محمد ایاز په نوم دغه سړی د پکتیا ولایت د میرزکۍ ولسوالۍ اصلی اوسيدونکی وو.

د طالبانو د محکمې په خبره، دغه سړی په دې تورن وو چې يو کس ېې د ټوپک په ډزو وژلی وو او په دغه تور مجرم وپېژندل شو.

په اعلاميه کې راغلي دي چې د قصاص حکم د اجرا په مراسمو کې د طالبانو د کورنيو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني او د مهاجرينو د چارو سرپرست وزير خلیل الرحمن حقاني په ګډون، د طالبانو لوړپوړو چارواکو ګډون درلود.

پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته د طالبانو رهبر ملا هيبت الله آخوندزاده د خپلې ادارې قضاتو ته سپارښتنه کړې ده چې د «حدود او قصاص» احکام په عام محضر کې عملي کړي.

دا په تېرو درو کلونو کې چې طالبان پر افغانستان واکمن دي، د دوی له خوا د قصاص شپږم حکم دی چې عملي کيږي. طالبانو لومړنی کس تر بیا واکمنېدو پنځه میاشتې وروسته په فراه ولایت کې په عام محضر کې اعدام کړ.

د طالبانو محاکمو له دغو اعدامونو علاوه، تر اوسه په سلونونارينه او ښځې په مختلفو تورونو په عام محضر کې په درو وهلي دي.

د دغې ډلې محاکمو تر اوسه په لسونو د قصاص او سنګسار حکمونه او څلور تر دېوال لاندې کولو په ذریعه د اعدام حکمونه صادر کړي دي.

نړېواله ټولنه او د حقوقي چارو شنونکي، تورنو افرادو ته د قانوني مدافع وکيل او قانوني محاکمې پرته د مجازاتو ورکړه محکوم کړي او دا د بشري حقونو له اصولو سره په ټګر کې بولي، خو طالبان د دا ډول غبرګونو هېڅ پروا نه کوي. دغه ډله د خپل رهبر د فرمان په پيروي کولو سره، پر تورونو افرادو په عام محضر کې د قصاص او دورو وهلو احکام عملي کوي.

شکيلا ابراهیم خیل/م.ع.ف./م.ک.ص./ن.ز.

د امر بالمعروف نوی قانون؛ د افغانانو ژوند به لا هم سخت کړي؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب