1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د پروان د کرومايت کان يوه خصوصي شرکت ته سپارلی

۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۴, دوشنبه

په پروان ولایت کې د طالبانو ادارې سيمه ایزو چارواکو په دغه ولایت کې د کرومایت کان د کېندنې او پروسس د پيليدو خبر ورکړی دی.د دې کان د استخراج قرارداد له يوه خصوصي شرکت سره لاسليک شوی دی.

https://p.dw.com/p/4fnlB
آرشيف انځور: د  افغانستان په يوه معدن کې کان کېدونکو د کار په حال کې ليدل کيږي
آرشيف انځور: د افغانستان په يوه معدن کې کان کېدونکو د کار په حال کې ليدل کيږيانځور: Jawed Kargar/dpa/picture alliance

د طالبانو د ادارې سيمه ایزو چارواکو اعلان کړی دی چې د پروان ولایت په کوه صافي ولسوالۍ کې د تاتاري د کرومايت کان د کېندنې چارې پېل شوي دي.

د دې ولایت سيمه ایزو چارواکو ويلي دي چې د تاتاري د کرومايت کان د کېندنې او پروسس قرارداد یې له يوه خصوصي شرکت سره لاسليک کړی دی، خو د دغه شرکت نوم یې په ډاګه کړی نه دی.

په پروان کې د طالبانو د معادن او پتروليم ادارې رئيس مولوي عبدالقدوس نعماني، وويل چې دا شرکت په کان کې ۵۵۰ ميليون افغانۍ پانګونه کوي چې د دې يو څه برخه به د ټولنیزو خدماتو، روغتيا او چاپيريال ساتنې په برخه کې مصرف شي.

د طالبانو د ادارې د ارقامو په حواله په پروان ولایت کې د ګران بيه ډبرو ۴۱ کانونه موجو دي، چې له دې جملې څخه د څلورو کانونو کېدنه پيل شوې ده.

طالبانو په افغانستان کې په خپله تر اوسه په کابو درې کلنه واکمنۍ کې تر ډېره پر معدنو تمرکز کړی دی او تر اوسه یې له بهرنیو او کورنیو شرکتونو سره د معادنو د استخراج څو قراردادونه لاسليک کړي دي.

د افغانستان په کانونو کې د چین علاقمندي

د طالبانو اداره چې په نړيواله کچه منزوي ده، ظاهراً يې کانونه د عايد يوه مهمه سرچینه ګڼل کیږي.

په داسې حال کې چې تر اوسه هیڅ کوم هېواد د طالبانو اداره په رسميت نه ده پيژندلې، يو شمیر کارپوهانو یې د کانونو د استخراج په برخه کې چټکيتيا تر پوښتنې لاندې نيولې او نيوکې یې پرې کړي دي.

يو شمير هېوادونه لکه چين، بې له دې چې د طالبانو اداره یې په رسميت پيژندلي وي، له دغه ډلې سره یې خپلې اړیکي پياوړي کړي دي. چينايانو د افغانستان له کانونو سره ډېره ليوالتيا څرګنده کړې او په دې برخه کې يې پانګونه هم کړې ده.

ايران د افغانستان هغه بل ګاونډی دی چې د افغانستان په کانونو کې ليوالتيا لري، خو د دغه هېواد د پانګونې او سوداګرۍ خونو مرستيال ويلي دي چې پر ایران د امريکا بندیزونه د دې همکاريو د لارې خنډي دي.

د ایران د پانګونې او سوداګرۍ خونو مرستيال قدير قيافه، د ايلنا خبري آژانس سره په خبرو کې په افغانستان کې د ګران بيه ډبرو سترو زيرمو ته په اشارې سره وويل: «په اوس وخت کې په افغانستان کې استخراج شوې ګران بيه ډبرې د غير رسمي کانالونو له لارې ایران ته داخليږي او د ایران په باراز کې معامله کيږي.»

نوموړي شکايت وکړ، په داسې حال کې چې د چينايي، پاکستاني او ازبکي پانګوالو په ګډون د يو شمير نورو هېوادونو پانګوالو د خپلو دولتونو له خوا د پام وړ مالي ملاتړ په ترلاسه کولو سره وکولای شول په افغانستان معدن استخراج کړي، د ایران د کان کېندنې شرکتونه له دې ډول ملاتړ څخه بې برخې دي.

ب. ص/ ن. ز (شکيلا ابراهيم خیل)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب