طالبانو د هلمند نوزاد ولسوالي نيولې ده
۱۳۹۴ مرداد ۲۷, سهشنبهطالبانو تر څو ورځو جګړو وروسته د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ ډیري برخي تر خپل کنترول لاندي راوستي دي. د هلمند ولایت د ولایتي شورا یوه غړي د آلمان خبري آژانس ته د نوم د نه بربنډولو په شرط ویلي دي: «یاغیان د ولسوال دفتر او د پولیسو قوماندانۍ ودانۍ ویجاړي کړي دي.»
د دغه ولايت د والي وياند عمر ځواک بيا رويترز خبري آژانس ته ويلي دي، چي ولسوال يې يوه خوندي ځای ته رسولی دی، او د ولسوالۍ مقر يې ځکه پرې ايښی دی چې شاوخوا يې کورنه ول او د ملکي تلفاتو امکان ډېر وو.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بيا رسنيو ته په يوه لېږل شوي پيغام کې ويلي دي، چې ولسوالي په بشپړه توگه دوی نيولې ده او د دوشنبې د ورځي په وروستيو کي ئې په زرونو امنيتي ځواکونه پر شا تمبولي دي.
د هلمند ولایت یوه ویاند د آلمان خبري آژنس ته ويلي دي: «اوس په ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده. تر اوسه پوري د جګړې له کبله ۷۷ یاغیان او امنیتي ځواکونه وژل شوي دي. په جګړه کې څلور تنه پولیس او په لسونو طالب یاغیان ټپیان شوي هم دي.»
د هلمند د ولایتي شورا یوې غړې راضيه بلوڅ، ویلي دي چې په نوزاد ولسوالۍ کې له څو اوونیو راهیسې سخته جګړه روانه وه. هغې زیاته کړې ده: «په دې ولسوالۍ کې له ډیر وخت راهیسي هیڅ ډول پرمختیایي پروژې نه دي پلې شوې له دې کبله سیمه ییز اوسیدونکي د یاغیانو ملاتړ کوي.»