ننګرهار: پر واده د طالبانو برید کې دوه کسان وژل شوي
۱۴۰۰ آبان ۸, شنبهد شنبې په ورځ (د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر میاشتې پر ۳۰مه) په شرقي ننګرهار ولایت کې سرچینو ویلي چې په دې ولایت کې د واده پر مراسمو باندې د طالبانو په برید کې لږ تر لږه ۲ کسان وژل شوي او شمیر نور بیا ټپیان دي. دغه پیښه پرون د جمعې په ورځ ناوخته د دغه ولایت په سرخ رود ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د سیمي یوه سپینږیري چې د نوم نه خپریدو په شرط یې خبرې کولې وویل چې په لومړي سر کې طالبانو کلیوالو ته د موسیقۍ غږولو ته اجازه ورکړې وه. د هغه په خبره، وروسته بیا یو شمیر طالبانو د واده پر مراسمو برید وکړ چې په پایله کې یې دوه کسان ووژل شول او لږ تر لږه ۱۰ تنه نور ټپیان شول.
د دې ولایت د روغتیايي چارواکو په خبره، د پیښې په پایله کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان بیا ځايي روغتون ته د درملنې له پاره انتقال شوي دي.
په ننګرهار ولایت کې د طالبانو ویاند حنیف ننګرهاري هم د پیښې پخلی کوي خو عاملین یې نامعلوم وسلوال کسان بللي دي. طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره یعنې د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو په ترڅ کې په افغانستان کې پر موسیقۍ بندیز وضع کړی وو او دغه کار یې ګناه بلله.
د روان میلادي کال د اګست میاشتې له نیمايي راهیسې، هغه مهال چې د افغانستان پخوانی حکومت وپرځید او طالبان واک ته ورسیدل، له افغانستان څخه ګڼ شمیر هنرمندان او سندرغاړي ووتل. د معلوماتو له مخې یو شمیر نورو افغان سندرغاړو بیا په افغانستان کې خپل هنر ترک کړی او نورو کارونو ته یې مخه کړې ده.