1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبانو د ملګرو ملتونو پرښځينه کارکوونکو د کار بنديز لګولی»

۱۴۰۲ فروردین ۱۶, چهارشنبه

د ملگرو ملتونو په حواله طالبانو په افغانستان کي د دغه سازمان پر ټولو ښځینه کارکوونکو د کار بندیز لګولی دی. دغه ډول بندیز د ټول هیواد له پاره صدق کوي.

https://p.dw.com/p/4Pi7X
Afghanistan Junge Frauen werden als Hebammen für abgelegene Dörfer ausgebildet
انځور: Ali Khara/REUTERS

د ملگرو ملتونو د عمومي منشي ویاند ستیفان دوجاریک، د سه شنبه په ورځ څرگنده کړه: «موږ ته د ډېرو چینلونو له لاري وویل سول چي دغه بندیز په ټول هیواد کي مدار اعتبار دی.»

هغه زیاتوي: »دغه ډول پریکړه د منلو او که رښتیا وویل سي د درک وړ نه ده.« مخکي له دې ویل سوي ول چي يوازي په ننګرهار ولايت کې د ملگرو ملتونو پر ښځينه کارکوونکو باندي د کار بندیز لګول سوی دی.

تر ۲۰ ډېرو هيوادونو پر طالبانو غږ کړی چې بشري حقونو ته درناوی وکړي

دوجاریک وویل، لکه څنګه چي تر اوسه لا په لیکلي ډول کوم حکم نسته، نو د ملگرو ملتونو مسوولین به نن چارشنبه په کابل کي له چارواکو سره وویني، تر څو په دې برخه کي روښانتیا رامنځته سي.

د ملګرو ملتونو وياند زياته کړې ده چې دا ډول پریکړه به د هغو بشري سازمانونو توانايي کمزورې کړي چي غواړي له سختو اړمنو کسانو سره مرسته وکړي.

په افغانستان کي د ښځو حقونه

طالبانو د تیر کال په ډسمبر میاشت کي په افغانستان کي په ټولو غیر دولتي سازمانونو کي د ښځو پر کار بندیز اعلان کړی وو. په نړیواله کچه تر ډیرو لاریونونو وروسته دغه ډول بندیز حداقل په صحي څانگه کي له منځه ولاړ. خو ملگري ملتونه په دغه ډول بندیز کي نه وو شامل.

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازې او ددغه هیواد له پاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت »یوناما« مشري، روزا اوتونبایوا په جنورۍ میاشت کي لا د ملگرو ملتونو امنیت شورا ته د ځايي ښځو د کار له ممکنه بندیز څخه خبرداری ورکړی وو.

ولې طالبان د ښځو کار او فعالیت نه غواړي؟

د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کي واک ته د طالبانو له رسیدو راهیسي، په افغانستان کي پر موسیقۍ، ټولنیزو رسنیو او ویډیويي لوبو باندي د هغوی د رهبرانو له خوا بندیز لگول سوی او ښځي په دوامداره توگه له عامه ژوندانه څخه ایستل سوي دي.

GP/NZ/AG