طالبانو د قطر ځواکونو خبر رد کړ
۱۴۰۱ فروردین ۱۸, پنجشنبهدغه ويډيو چي بي بي سي فارسي خپره کړې ده، پکې لیدل کېږي، چې په تور نظامي یونیفورم کې وسله په لاس سرتېري د یوې ودانۍ مخې ته ګوته په ماشه روان دي.
په دې لنډه ۱۷ ثانیهيي ویډیويي کلیپ کې ښکاري چې په شخصي لباس کې څو افغانان د دوی نندارې ته ولاړ دي.
د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال او د حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد رد کړه چې ګنې تازه دې قطري ځواکونه د کابل په هوايي ډګر کې مېشت شوي وي.
هغه وايي، د کابل هوايي ډګر امنیت طالبانو نیولی او اړتیا نه ویني چې په دې برخه کې دې دوی له کوم هيواده مرسته وغواړي: «د کابل هوايي ډګر ټول امنیت د اسلامي امارت ځواکونو په لاس کې دی او چا ته اړتیا نه لیدل کېږي، چې دلته موږ ته امنیت ساتلو ته راشي.»
د ترانسپورت او هوايي چلن ادارې ویاند امام الدین احمدي هم دویچه ویله ته هغه رپوټونه رد کړل چې ګنې تازه دې د قطري پوځ کومه ډله د کابل هوايي ډګر ته ورغلې وي.
هغه وویل هوايي چلن ادارې د بېړنیو مرستو له پاره په هوايي ډګر کې روزلې او ویډیو هم له هماغې ډلګۍ اخستل شوې ده.
د کابل په هوايي ډګر کې یوه مامور د نوم نه خپرولو په شرط دویچه ویله ته وویل، په دې میدان کې د سقوط له ورځو تر اوسه شاوخوا درې سوه قطري سرتیري پاتې دي او هوايي ډګر د ترمینل په برخه کې دنده لري.
دې سرچینې وویل، د تازه راغلیو سرتېرو په اړه مالومات نه لري. خو ذبېح الله مجاهد بیا په هوايي ډګر کې د قطري ځواکونو شتون نه مني.
په کابل هوايي ډګر کې د تېر نظام نه پاتې یو سرتېري هم د نوم نه ښودلو په شرط وویل، هوايي ډګر ته د تازه ورغلو قطري ځواکونو په اړه معلومات نه لري؛ خو د دغه هيواد پوځیان په هوايي ډګر کې له پخوا شته او که کوم وخت ورته نور راځي، نو څوک پرې نه خبرېږي.
هغه وویل: «دوی په هماغه خپل ځای کې دي. شمېر یې راته نه دی معلوم، خو که نوي ورته راځي هم، څوک پرې نه خبرېږي.»
امید دیدار