«طالبانو د سولې د ولسي حرکت ۲۷ غړي برمته کړي»
۱۳۹۸ دی ۴, چهارشنبهد ولسي حرکت یوه مشر اقبال خیبر د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې طالبانو په بالا بلوک ولسوالۍ کې د دغه حرکت غړي نیولي دي چې په خبره یې له هرات څخه فراه ته روان ول.
د خیبر په خبره دوی د سولې د ولسي حرکت د فعالانو د ځای په اړه، هیڅ معلومات نه لري او طالبان په دې تړاو د دوی غوښتنو ته له ځواب ورکولو څخه ډډه کوي. خو طالبانو تر دې مهاله په دې هکله څه نه دي ویلي.
دغو فعالان د مارشونو په یوې نوې لړۍ پیل کړی وو او په ترڅ کې یې د افغانستان بیلا بیلو سیمو ته سفر کاوه څو د سولې پیغام خپور کړي. د سولې د ولسي حرکت په بیانیه کې راغلي دي چې دوی د افغانستان د کړکیچ پر ټولو اړخونو غږ کوي چې پر یوه اوربند توافق وکړي.
د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې طالبان دغه ولسي حرکت ته د شک په سترګه ګوري او ځیني غړو یې په ټولنیزو رسنیو کې پر دغه حرکت نیوکي کړي دي چې د امریکايي هوایي بریدونه په هکله څه نه وایي چې د ملکي تلفاتو سبب هم ګرځي.
خو د سولې ولسي حرکت تل پر دې باندې ټینګار کړی دی چې یوه بې طرفه ډله ده او یوازې په افغانستان کې د سولې له پاره هلې ځلې کوي چې په جګړه کې راګیر دی.
(s.r/n.z(dpa